منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو په لوګر کې یو ښوونکی وژلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

پل علم (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د حزب اسلامي يو پخوانى قوماندان چې اوس ښوونکی و، پر ډزو وژلى دى.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ذقوم خېلو سيمه کې د حزب اسلامي پخوانى قوماندان غلام فاروق مشهور په صفى الله پر ډزو وژلى دى.

ولسوال وایي: ((غلام فاروق د ولایت په کچه د حزب اسلامي مشهور قوماندان و او په سیمه کې یې د خلکو په منځ پوره محبوبیت درلود او د احترام څښتن و چې د هېواد دښمنانو پرته له کومې ګناه وواژه.))

امين وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې خو تر اوسه يې څوک په تور نه دي نيول شوي.

د وژل شوي قوماندان د کورنۍ غړې محمد عبید اورمړ پژواک ته وویل چې قوماندان غلام فاروق له چا سره شخصي دښمني نه لرله او په وژلو کې یې د سیمې د وسله والو طالبانو لاس دی.

هغه وایي: ((دا د موږ لپاره ډېره  دردوونکې پېښه ده، قوماندان صاحب د ښو اخلاقو خاوند و او د شورويانو له وتلو وروسته يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله خو ظالمانو يې سپينې ږيرې ته هم ونه کتل او په بې رحمۍ يې مړ کړ.))

د هغه د معلوماتو له مخې، قوماندان غلام فاروق د ښوونې او روزنې په برخه کې د افرين په نوم يو بنسټ هم لري چې سلګونو زده کوونکو ته په کورنو کې زده کړې ورکوي.

د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب هم وويل چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د غلام فاروق په نوم يو ښوونکي وژل شوى دى.

د عرب د معلوماتو له مخې، غلام فاروق د بره کي برک د قلعه کهنه منځني ښوونځي د ساينسي علوم استاد و.

هغه وايي چې دغه استاد ٦٤ کاله عمر درلود او ٣٠ کاله يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه