کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): د افغانستان دولت په قطر کې د وروستيو خبرو په اړه خاموشي څرګنده کړې، خو زياتوي چې د طالبانو د کويـټې شورا يو شمېر غړي هيله لري چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
پرون بريتانوۍ ورځپاڼې (ګارډين) راپور ورکړى و، چې د روان زېږديز کال په سپټمبر او اکتوبر مياشتو کې د افغانستان د ملي امنيت د رييس معصوم ستانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د ورور ملا منان اخوند ترمنځ د طالبانو د قطر په دفتر کې د سولې په اړه خبرې شوې دي.
بلخوا وسله والو طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت د پلاوي او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د ورور ملا منان اخوند ترمنځ د سولې خبرې اترې رد کړې دي.
د ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل سره له دوامداره وروستيو جګړو؛ افغان دولت له بېلا بېلو چينلونو د سولې د خبرو اترو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه : (( د طالبانو د کويټې شورا يو شمېر غړو هيله څرګنده کړې چې د سولې له خبرو اترو سره يو ځاى شي.))
د ولسمشر وياند وايي، د طالبانو دغه غړي له سياسي پروسې او افغان حکومت سره د سولې له خبرو سره د يو ځاى کېدلو پر ارزښت پوه شوي دي.
د چخانسوري په وينا، د انجنير حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي ډلې سره د افغان دولت د سولې تړون هم د طالبانو پر يادو غړو اغېزه کړې ده.
هغه زياتوي، وورسته له هغه چې وسله وال طالبان د لويو ښارونو او ولايتونو په نيولو کې پاتې راغلل، له افغان دولت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته اماده ګي ښيي .
تر دې مخکې په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر په يوه خبري غونډه کې د قطر د وروستيو خبرو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې امريکا تل د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کړى دى.
خو هغه د قطر د خبرو اترو په اړه له معلوماتو ورکولو، تاييد يا ردولو څخه ډډه وکړه.
د امريکا د بهرينو چارو وزارت وياند وويل چې دوى د سولې پروسه نه رهبري کوي، د وروستيو هڅو په اړه افغان حکومت او طالبان بايد په خپله په دې اړه غبرګون وښيي.
د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي : ((د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت په دريځ کې کوم بدلون نه دی راغلی ، په دی اړه زموږ تګلاره ډيره روښانه ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن