کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵): د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال قمرجاوېد باجوه ولسمشر اشرف غني او اجراییوي رییس سره ټېلېفوني خبرې کړې دې.
د پاګستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه د مرغومي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ مشر افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم سره نن په ټیليفوني خبرو کې دوی ته د نوي زیږدیز کال مبارکي ورکړه او د نېکو هیلو څرګندونه یې کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د پوځ مشر جنرال باجوه ژمنه کړې، چې د سیمې دامنیت او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.
د پاکستان د پوځ مشر ویلي، په دواړو هیوادونو کې امنیت د اړوندو هیوادونو او ټولې سیمې په ګټه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان مشرانو د پوځ مشر جنرال باجوه ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.
همدارازهغه خبرپاڼه چې د حکومت اجراييه رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې د پاکستان د پوځ لوى درستيزجنرال قمرجاويد باجوه، تېره ورځ د افغانستان له اجرايي رييس ډاکټرعبدالله عبدالله سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې ده چې د خبرو په ترڅ کې، باجوه افغانستان کې دسولې او هوساينې لپاره هيله مندي وښوده او ويې ويل چې دواړه دوست او وروڼه هېوادونه دې د تلپاتې سولې اوثبات په برخه کې د شته ننګونو او امنيتي ګواښونو په درکولو سره خپلوکې همکاري وکړي.
نوموړي ترهګري او تروريزم د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله او ټينګار يې وکړ چې پاکستان چمتو دى څو له افغانستان سره د ګډو ګواښونو پر وړاندې همکاري وکړي.
ډاکټرعبدالله د خپلو خبرو په جريان کې، ترهګري او تروريزم د دواړو هېوادونو د سولې او امنيت لپاره ګډ ګواښ ياد کړ.
اجرايي مشر وويل چې سيمه کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره اړتيا ده څو دواړه هېوادونه له ترهګرۍ او ورانکارو ډلوسره جدي مبارزه وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP