ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيګار مشر : افغان حکومت له فساد سره د مبارزې برخه کې جدي ګامونه اخيستي

د سيګار مشر : افغان حکومت له فساد سره د مبارزې برخه کې جدي ګامونه اخيستي

author avatar
30 Jan 2017 - 18:28
د سيګار مشر : افغان حکومت له فساد سره د مبارزې برخه کې جدي ګامونه اخيستي
author avatar
30 Jan 2017 - 18:28

کابل(پژواک،١١سلواغه٩٥): د سيګار مشر وايي چې په تېرو څو مياشتو کې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې اداره او هېواد يې ددې هڅو ستاينه کوي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د سلواغې په ١١مه د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله نن د امريکا د ځانګړې پلټونکې ادارې له مشر جان ساپکو سره وکتل.

په دغه لیدنه کي له فساد سره پر مبارزه، د افغان حکومت پر اقداماتو او د پوځي او ملکي ادارو په کچه د اصلاحاتو پر پروسه خبري وشوې.

په دې ليدنه کې جان ساپکو وویل، چې اداره یې او په ټوله کې د امریکا دولت له فساد سر په مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کوي او د تېرو څو میاشتو قاطع فعالیتونه یې د راتلونکي پر لور  اساسي ګامونه ګڼي.

نوموړي زیاته کړه چي د ملکي او پوځي ادارو په کچه د اصلاحاتو په موخه اداري تغیرات د سالمي رهبرۍ د راتګ لپاره اساسي ارزښت لري او له فساد سره د مبارزې راتلونکي ته یې خوشبیني زیاته کړې ده.

دغه راز عبدالله وويل چې افغان حکومت په کلک هوډ د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي او له ولس سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه چې په پوځي او ملکي ادارو کې اصلاحات د حکومت له لومړیتوبونو او د اصلاحاتو د جامع لړۍ یوه برخه ده چې په راتلونکي کې به هم دوام ومومي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.