کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال وايي، د مالیې د ورکړې، په ګمرک کې د مالونو د پر وخت نه محصول کېدو او برېښنا د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د خپلو دغو ستونزو د حل په موخه تېره اوونۍ کابل ته تللي وو او له چارواکو یې د هواري غوښتنه کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې نه یواځې سوداګر، بلکې پانګه وال هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه، د سوداګرو یوه ستونزه دا ده چې مخکې به یې په شپږو میاشتو کې مالیه ورکوله، خو اوس مستوفیت ورڅخه په هرو درېیو میاشتو کې مالیه اخلي.
دی وايي، دغې چارې سوداګرو له ستونزو سره مخامخ کړي او ډېر وخت یې ضایع کېږي.
نوموړي دغه راز په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د پر وخت نه محصول یادونه هم وکړه.
ده وویل، د کندهار په ګمرک ریاست کې د سوداګرو مالونه پر وخت نه محصول کېږي چې دغه ستونزه هم مالونو ته او هم سوداګرو ته زیان اړوي.
د ده په خبره، دا مهال د کندهار په ګمرک کې یواځې یوه ترازو شته، په کار ده دغلته یوه بله ترازو هم فعاله شي.
زهیر دغه راز د افغانستان بانک له چارو هم شکایت وکړ چې ګواکې د سوداګرو پیسې بهرنیو هېوادونو ته پر وخت نه لېږدوي، چې د راکړې ورکړې پر مهال سوداګر له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.
بل خوا پانګه وال بیا د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي او وايي، د کندهار صنعتي پارک ته ډېره کمه برېښنا ورکول کېږي چې له امله یې د هغوی فابریکې نیمه فعاله دي او ډېر زیان ورته اوړي.
د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس د فابریکې مسوول حاجي سید محمد پژواک اژانس ته وویل، که څه هم دوی ته له ډېزلي جنراتورونو له ۶ تر ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې هم کمه او هم منظمه نه ده چې له امله يې د هغوى کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.
دی زیاتوي، د همدې ستونزې له امله په لسګونو فابریکې وار له مخه تړلې دي، خو هغه چې فعالې دي، تولید یې نیم په نیمه ټیټ شوی دى.
login or register a new account.