کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال وايي، د مالیې د ورکړې، په ګمرک کې د مالونو د پر وخت نه محصول کېدو او برېښنا د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د خپلو دغو ستونزو د حل په موخه تېره اوونۍ کابل ته تللي وو او له چارواکو یې د هواري غوښتنه کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې نه یواځې سوداګر، بلکې پانګه وال هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه، د سوداګرو یوه ستونزه دا ده چې مخکې به یې په شپږو میاشتو کې مالیه ورکوله، خو اوس مستوفیت ورڅخه په هرو درېیو میاشتو کې مالیه اخلي.
دی وايي، دغې چارې سوداګرو له ستونزو سره مخامخ کړي او ډېر وخت یې ضایع کېږي.
نوموړي دغه راز په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د پر وخت نه محصول یادونه هم وکړه.
ده وویل، د کندهار په ګمرک ریاست کې د سوداګرو مالونه پر وخت نه محصول کېږي چې دغه ستونزه هم مالونو ته او هم سوداګرو ته زیان اړوي.
د ده په خبره، دا مهال د کندهار په ګمرک کې یواځې یوه ترازو شته، په کار ده دغلته یوه بله ترازو هم فعاله شي.
زهیر دغه راز د افغانستان بانک له چارو هم شکایت وکړ چې ګواکې د سوداګرو پیسې بهرنیو هېوادونو ته پر وخت نه لېږدوي، چې د راکړې ورکړې پر مهال سوداګر له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.
بل خوا پانګه وال بیا د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي او وايي، د کندهار صنعتي پارک ته ډېره کمه برېښنا ورکول کېږي چې له امله یې د هغوی فابریکې نیمه فعاله دي او ډېر زیان ورته اوړي.
د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس د فابریکې مسوول حاجي سید محمد پژواک اژانس ته وویل، که څه هم دوی ته له ډېزلي جنراتورونو له ۶ تر ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې هم کمه او هم منظمه نه ده چې له امله يې د هغوى کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.
دی زیاتوي، د همدې ستونزې له امله په لسګونو فابریکې وار له مخه تړلې دي، خو هغه چې فعالې دي، تولید یې نیم په نیمه ټیټ شوی دى.
د نوموړي په وينا، د برېښنا د کموالي او ځنډ له امله د فابريکو چلوونکو ته درانه زيانونه اوړي.
ده وویل، د صنعتکارانو وروستۍ هيله د ١٠ مېګاواټه لمريزې برېښنا د فعاله کېدو پروژه وه چې هغه هم ځنډېدلې او تر دې مهاله يې هيڅ درک نه لګېږي.
سوداګر او پانګه وال وايي، د خپلو یادو شوو ستونزو د حل لپاره مرکز کابل ته تللي وو او هلته یې له اجرایيه رییس او د مالیې له وزیر سره کتلي او دغو چارواکو ورسره د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار سوداګر او پانګه وال یې ولایت مقام ته ورغوښتي وو چې د اړوندو ادارو له مسوولینو سره خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
په دې غونډه کې د کندهار مستوفي محمد ظاهر عبادي وویل، د ماليې اخیستو نوې طرحه په مرکز کې جوړه شوې چې هغوی یې یواځې پلي کوونکي دي.
خو هغه وویل چې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه به په همدې اړه له مرکز سره خبرې وکړي.
د کندهار د ګمرک رییس انجنیر صالح محمد نېکزاد وویل، پر یوه طرحه کار کوي چې په عملي کولو سره به یې په ګمرک کې د مالونو د محصولولو پر مهال نور ځنډ رامنځته کېږي.
دغه راز په سوېل کې د افغانستان بانک مسوول محمد نعیم اکبري وویل، په دې وروستیو کې ځکه د بهرنیو هېوادونو بانکونو ته د پیسو په لېږد کې ستونزې پیدا شوي چې هغوی په دې برخه کې خپل شرایط سخت کړي دي.
خو ده یادونه وکړه چې د دغې ستونزې پر حل بوخت دي او یوه لاره چاره به ورته و مومي.
د کندهار د برېښنا رییس انجنیر سید رسول په دې ولایت کې د برېښنا نشتوالی یوه عمومي ستونزه یاده کړه او ویې ویل، سمدستي یې حل ناممکن دی، خو هغوی هڅه کوي له نورو لارو د صنعتي پارک لپاره برېښنا چمتو کړي.
هغه زیاته کړه، پر کجکي بند د درېيم توربين د نصب چارې چې د روان ١٣٩٥ لمريز کال د زمري مياشتې په ١٦مه پيل شوې وې، په دې وروستیو کې پای ته رسېدلې دي.
د ده په خبره، پر کجکي بند تر دې وړاندې دوه توربينه د ٣٣ مېګاواټه برېښنا توليدولو په ظرفيت فعال وو چې درېيم توربين د ١٨،٥ مېګاواټه برېښنا د توليدولو په ظرفيت ور اضافه شو چې درې واړه توربينونه اوس د ٥١،٥ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري.
دی وايي، د توربين د نصبولو له امله له کجکي څخه کندهار او هلمند ته د ٦٨ ورځو لپاره د برېښنا جريان پرې شوى و، چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې په ازمایښتي توګه بېرته پیل شو.
خو هغه زياتوي، د جګړو او ناامنیو له امله د مزیو د پرې کېدو تر څنګ په کجکي بند کې د اوبو کچه ټیټه شوې او هر توربین چې ۱۶،۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، تولید یې ۱۰ مېګاواټه ته را ټیټ شوی دى.
د نوموړي په وینا، هر کال په دې موسم کې د بند د اوبو کچه کمېږي چې ورسره جوخت د برېښنا د تولید کچه هم ټیټېږي.
د برېښنا شرکت دغه مسوول وايي، صنعتي پارک ته د برېښنا چمتو کول يې لومړيتوب دى، خو کله ناکله د جنراټورونو خرابوالي، پر وخت د تېلو نه رسېدل او نورې تخنيکي ستونزې د برېښنا په رسولو کې خنډ رامنځ ته کوي.
نوموړي يادونه وکړه چې ټاکل شوې وه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د کندهار ښار د صنعتي پارک لپاره د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړ شي او د روان کال تر دوبي پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي، خو تر دې مهاله د يادې شوې پروژې عملي کارونه نه دي پيل شوي.
هغه زياته کړه، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې له برېښنا شرکت غوښتنه کړې وه، هغه ځمکه چې د سولر برېښنا پلانټ په کې نصبېږي، بايد د برېښنا شرکت ملکيت وي او دغه راز همدا اداره باید د لمريزې برېښنا د توليد له موقعيت څخه تر صنعتي پارک او له هغه ځايه تر برېښنا کوټ پورې مزي وغځوي.
دى وايي، اړوندې ادارې يادې شوې ټولې چارې بشپړې کړي چې په کې د ١٦٠ جريبه ځمکې استملاک، د نقشې جوړولو او د برېښنا د لېږد لپاره د مزو غځول او د ١٣٥ پايو لګول شامل دي.
ده زیاته کړه، مرستندويه اداره له دې سربېره په خپله ژمنه نه ده درېدلې او د پاور پلانټ د جوړولو عملي چارې يې نه دي پيل کړي.
د یادونې ده چې کندهار ولايت له ١٥٠ مېګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې دغلته ډېر مهال په ورځو ورځو او ان ډېر مهال په اونیو- اونیو برېښنا نه وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










