ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ښځو د حقونو مدافعینې حکومت کلیوالو ښځو پر نه پاملرنه تورنوي

تخار کې د ښځو د حقونو مدافعینې حکومت کلیوالو ښځو پر نه پاملرنه تورنوي

author avatar
9 Mar 2017 - 11:40
تخار کې د ښځو د حقونو مدافعینې حکومت کلیوالو ښځو پر نه پاملرنه تورنوي
author avatar
9 Mar 2017 - 11:40

تالقان (پژواک، ١٩ کب ٩٥): په تخار کې د ښځو د حقونو مدافعینې وايي چې حکومت په کليو او بانډو کې د ښځو حقونو لپاره هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په تالقانو کې د ښځو د حقونو يوې مدافع عزیزې ناصري د کب په ١٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په دغه ولایت کې د ښځو نړیوالې ورځې نمانځل نمايشي دي.

هغې زياته کړه چې د تخار د ښځو چارو رياست ډېرى چارې په ښارونو پورې متمرکزې دي.

نوموړې وايي چې د ښځو چارو ریاست تر اوسه د کلیوالي ښځو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

هغې ز ياته کړه: ((د ښځو ورځ نمانځل سلیقه يي کار دی، یو شمېر هغه مېرمنې چې د ښځو چارو له رییسې سره کاري او پروژوي اړیکې لري هغوی ورته غوښتل کېږي، دویم دا چې د ښځو اړوند ټول پروګرامونه په ښارونو کې پلې کېږي، د کلیو ښځو لپاره چې له هر ډول ستونزو سره مخ دي، هېڅ ډول پروګرام نه لري.))

د هغې د معلوماتو له مخې، د تخار په کليو او بانډو کې ښځې له بې سوادۍ، کورني تاوتريخوالي او د ناوړه دودونو له ستونزو سره مخ دي.

په تخار کې يوې بلې مدني فعالې فرخندې شعله پژواک ته وويل چې د ښځو د حالت د بدلون لپاره په ميلیونو ډالر بې ځایه لګول شوي؛ ځکه تر اوسه ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

شعله وايي چې له ښځو سره د تاتریخوالي ۹۰ سلنه پېښې په کلیوالي سیمو کې رامنځته کېږي او کلیوالې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو حکومت ټول پروګرامونه په ښارونو کې پلي کوي.

نوموړې وايي: ((لا هم ښځې وژل کېږي، لا هم ښځې په بدو کې ورکول کېږي، لا هم ښځې له خپلو مدني حقونو بې برخې دي او لا هم ښځې له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ دي.))

دې وويل چې حکومت باید د کلیوالي ښځو لپاره هم د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي چې هغوی هم له خپلو حقونو خبرې شي.

په همدې مهال بیا د تخار د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش پژواک ته وويل چې ډېری پېښې په کلیوالي سیمو کې رامنځته کېږي؛ خو د امکاناتو نشتوالی کلیوالي سیمو ته د پروګرامونه د نه غځېدو مهم لامل بولي.

حواش وايي چې په روان کال کې دې ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۶۹ پېښې ثبت کړې دي چې ۵ یې د قتل او ۶ یې جنسي تېري دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.