ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار وزارت معین: هڅه کوو په ولسوالیو کې هم د فن او حرفې روزنیز مرکزونه جوړ کړو

د کار وزارت معین: هڅه کوو په ولسوالیو کې هم د فن او حرفې روزنیز مرکزونه جوړ کړو

author avatar
8 Oct 2024 - 16:21
د کار وزارت معین: هڅه کوو په ولسوالیو کې هم د فن او حرفې روزنیز مرکزونه جوړ کړو
author avatar
8 Oct 2024 - 16:21

سرپل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د دغه وزارت د فن او حرفې له مرکزونو هر کال ۲۰ زره کسان فارغ او د کار لپاره بازار ته وړاندې کېږي او هڅه کوي څو دغه مرکزونه په ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدي دا څرګندونې په هغو مراسمو کې کړې چې په دغه ولایت کې د نلدوانۍ او برق له حرفوي زده‌کړو د ۶۰ کسانو د فراغت په موخه جوړه شوې وه.

هغه وویل، دوی په ټول هېواد کې د فن او حرفې پنځوس مرکزونه لري چې هر کال ۲۰ زره کسان ترې فارغېږي او بازار ته وړاندې کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي څو د فن او حرفې مرکزونه په ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

هغه وویل، د دې ترڅنګ چې د فن او حرفې برخو کې کسان روزي، هغوی ته د کار معتیر سندونه هم ورکول کېږي چې د هېواد په داخل او خارج کې د اعتبار وړ دي.

د سرپل د کار او ټولنیزو چارو رییس داملا محمد ‌مبشر وویل چې په دغه ولایت کې د فن او حرفې زده کول یو ضرورت دی او ډېر ځوانان یې لېوال دي.

هغه زیاته کړه: «د خیاطۍ او د موټرسایکلونو ترمیم زده کول په سرپل کې د بازار یو له ضرورتونو دی چې هیله ده وکولای شو په راتلونکي کې یادو برخو کې هم کسان جذب کړو.»

د برق برخې یو فارغ عبدالناصر وایي: «ما شپږ میاشتې د تعمیراتو د برق برخه نظري او عملي زده‌کړې وکړې او اوس چې فارغ شوم، کولای شم په بازار کې ځان ته کار پیدا کړم او له دې لارې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.