کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٦) : نړيوال بانک ژمنه کړې چې له پېښور ښار څخه تر کابل پورې د يو لوى ټرانزيټي سړک د جوړولو په برخه کې به مرسته وکړي.
نړيوال بانک دغه ژمنه په واشنګټن کې د خپلې کلنۍ غونډې پر مهال د پاکستان له ماليې وزير اسحاق ډار سره د ليدنې پر مهال کړې ده.
پاکستانۍ رسنۍ ( ډان) د غويي په ٤مه، خبر ورکړى چې د نړيوال بانک کلنۍ غونډې پر مهال د ماليې وزير اسحاق ډار غوښتنه کړې وه چې د ياد سړک په جوړولو کې ورسره مرسته وشي.
سرچينې زياته کړې، نړيوال بانک په ياده غونډه کې ژمنه وکړه چې د پېښور – کابل ترمنځ د لويې سړک د جوړولو په برخه کې به مرسته وکړي.
په راپور کې راغلي، اسحاق ډار د يادې غونډې په څنډه کې خپل افغان سيال اکليل حکيمي سره هم پر بېلابېلو اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، دواړه خواوو پرېکړه کړې چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسيون غونډه جوړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن