جلال اباد (پژواک، ١٨ غويى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو له امله د داعش ٣١ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حمزه په نوم پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ګډو ملي ځواکونو تېره ورځ په نازيانو او اچين ولسواليو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې ٣١ وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوى چې يو شمېر بهرنيان هم په کې شامل دي.
خوږياڼي وويل چې په دغو عملياتو کې د داعش ډلې د مخابرې يوه دستګاه هم تخريب شوې ده.
دا په داسې حال کې چې پرون ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر شيخ عبدالحسيب د وژل کېدو خبر هم ورکړى و.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن