Language

په کندهار کې د قابلو له ډېروالي سره د میندو مړینه کمه شوې

کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۶): د کندهار د صحي علومو د انسټيټيوټ مشره وايي، په دې ولایت کې د قابلو له ډېروالي سره د زېږون پر مهال د میندو مړینه راکمه شوې ده.

ډاکټر نسرین بارکزۍ  دغه څرګندونې، نن د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

بارکزۍ وویل، شاوخوا لس کلونه مخکې په ټول کندهار کې یواځې درې- څلور تنې قابلې وې چې هم یې زده کړې کمې وي او هم له نوو مېتودونو خبرې نه وي.

دې زیاته کړه، دغو کم شمېر قابلو په هیڅ وجه د دې ولایت لپاره بسنه نه کوله، په همدې بنسټ د کندهار د عامې روغتیا ریاست تصميم ونیو چې په دې ولایت کې د صحي علومو انسټيټيوټ جوړ کړي، څو په معیاري زده کړو سمبالې ډېرې قابلې وروزي.

دا وايي، په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې په کندهار کې د صحي علومو د انسټيټوټ بنسټ کېښودل شو چې تر دې مهاله یې په ۱۱ پړاوونو کې ۲۵۰ قابلې روزلې او ټولنې ته وړاندې کړې دي.

د هغې په خبره، دغه قابلې د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو کلینيکونو او روغتیايي مرکزونو کې په دندو ګومارل شوې چې ميندو ته زېږون پر مهال معیاري خدمتونه وړاندې کوي.

خو دا وايي، لا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه نشته او که وي، نو قابلې او نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې په کې نشته.

د نوموړې په وينا، اوسمهال تر ډېره بریده په نږدې ولسوالیو او کندهار ښار کې د قابلو اړتیا پوره شوې ده، خو بیا هم دا شمېر بسنه نه کوي.

بارکزۍ زیاتوي، د کندهار نفوس له ۲،۵ میلیونه څخه ډېر دی، د دې لپاره چې ټولو میندو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي، باید دا شمېره نوره هم ډېره شي.

دا وايي، له هغه وروسته چې په کندهار کې د قابلو شمېر ډېر شوی، د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه کمه شوې ده.

دې وویل: ((هغه سروې چې په کندهار کې شوې ښيي چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې په هرو ۱۰۰ زره ولادتونو کې ۱۶۰۰ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس چې د قابلو شمېر ډېر شوی، د مړینې دغه کچه ۳۲۷ ته راټيټه شوې ده.))

خو دا وايي، هڅه یې دا ده چې د قابلو شمېر نور هم ډېر شي او د میندو د مړینې دا اوسنۍ کچه صفر کړي.

login or register a new account.

Related Topics