کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۶): د کندهار د صحي علومو د انسټيټيوټ مشره وايي، په دې ولایت کې د قابلو له ډېروالي سره د زېږون پر مهال د میندو مړینه راکمه شوې ده.
ډاکټر نسرین بارکزۍ دغه څرګندونې، نن د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.
بارکزۍ وویل، شاوخوا لس کلونه مخکې په ټول کندهار کې یواځې درې- څلور تنې قابلې وې چې هم یې زده کړې کمې وي او هم له نوو مېتودونو خبرې نه وي.
دې زیاته کړه، دغو کم شمېر قابلو په هیڅ وجه د دې ولایت لپاره بسنه نه کوله، په همدې بنسټ د کندهار د عامې روغتیا ریاست تصميم ونیو چې په دې ولایت کې د صحي علومو انسټيټيوټ جوړ کړي، څو په معیاري زده کړو سمبالې ډېرې قابلې وروزي.
دا وايي، په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې په کندهار کې د صحي علومو د انسټيټوټ بنسټ کېښودل شو چې تر دې مهاله یې په ۱۱ پړاوونو کې ۲۵۰ قابلې روزلې او ټولنې ته وړاندې کړې دي.
د هغې په خبره، دغه قابلې د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو کلینيکونو او روغتیايي مرکزونو کې په دندو ګومارل شوې چې ميندو ته زېږون پر مهال معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
خو دا وايي، لا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه نشته او که وي، نو قابلې او نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې په کې نشته.
د نوموړې په وينا، اوسمهال تر ډېره بریده په نږدې ولسوالیو او کندهار ښار کې د قابلو اړتیا پوره شوې ده، خو بیا هم دا شمېر بسنه نه کوي.
بارکزۍ زیاتوي، د کندهار نفوس له ۲،۵ میلیونه څخه ډېر دی، د دې لپاره چې ټولو میندو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي، باید دا شمېره نوره هم ډېره شي.
دا وايي، له هغه وروسته چې په کندهار کې د قابلو شمېر ډېر شوی، د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه کمه شوې ده.
دې وویل: ((هغه سروې چې په کندهار کې شوې ښيي چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې په هرو ۱۰۰ زره ولادتونو کې ۱۶۰۰ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس چې د قابلو شمېر ډېر شوی، د مړینې دغه کچه ۳۲۷ ته راټيټه شوې ده.))
خو دا وايي، هڅه یې دا ده چې د قابلو شمېر نور هم ډېر شي او د میندو د مړینې دا اوسنۍ کچه صفر کړي.
د دې په خبره، اوسمهال د کندهار د صحي علومو په انسټيټوټ کې ۵۵ تنې په زده کړو بوختې دي چې د قابلګۍ دوه کلنې زده کړې یې په پوره کېدو دي او په نږدې اونیو کې به فارغې شي.
خو بارکزۍ ځينې ستونزې هم یادې کړې چې د پرمختګ پر وړاندې یې خنډ ګرځي.
دې وویل، د کندهار په دودیزه ټولنه کې لا هم ډېرې کورنۍ زړه نه ښه کوي چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي او بیا د قابلګۍ په برخه کې وروزل شي.
دا پر خلکو غږ کوي چې که غواړي ښځینه ناروغانو ته یې ښځینه روغتیايي کارکوونکې خدمات وړاندې کړي، نو باید په نجونو زده کړې وکړي.
دې دغه راز دا یادونه هم وکړه چې په ځینو مواردو کې قابلې زړه نه ښه کوي چې په لرې پرتو ولسوالیو کې کار وکړي، ځکه هلته له یوې خوا ناامني ده او له بلې خوا یې د اولادونو لپاره د زده کړې اسانتیاوې نشته.
بارکزۍ بله ستونزه دا یاده کړه چې ډېرې قابلې د دوه کلنو زده کړو له فراغت وروسته په خصوصي پوهنتونونو کې په طب پوهنځیو کې زده کړې کوي او دوی یواځې تر هغه مهاله قابلې وي چې د پوهنتون زده کړې بشپړوي.
دا وايي، قابلې ځکه دا کار کوي چې وايي په دغه مسلک کې ورته د نورو زده کړو زمینه نه ده برابره او پرمختګ په کې نه شي کولای.
نوموړې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې لکه د نورو هېوادونو په څېر دې د قابلګۍ په برخه کې د نورو لوړو زده کړو زمینه برابره کړي چې هغوی په کې لیسانس او ماسټري تر لاسه کړي.
د حیا په نوم یوې قابلې پژواک اژانس ته وویل، خو شحاله ده چې د قابلګۍ په برخه کې یې زده کړې کړي او میندو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
دې زیاته کړه، په کندهار ښار کې میندو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی راغلی، خو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د میندو مړینه کچه لا هم ډېره ده چې لامل یې د پوهاوي ټيټه کچه، اقتصادي ستونزې او د اسانتیاوو نشتوالی دی.
د زرغونې په نوم یوې بلې قابلې پژواک اژانس ته وویل، د قابلګۍ د دندې تر څنګ په یوه خصوصي پوهنتون کې د طب په پوهنځي کې زده کړې کوي.
دا وايي، د قابلګۍ په برخه کې ورته د نورو زده کړو لیسانس او ماسټرۍ زمینه برابره نه ده، نو ځکه غواړي ډاکټره شي.
د دې په خبره، که حکومت د قابلګۍ په برخه کې د نورو لوړو زده کړو اسانتیا برابره کړي، نو قابلې په خپله څانګه کې پرمختګ وکړي او اړې به نه وي چې طب پوهنځی ولولي.
د یادونې ده چې په کندهار کې صحي علومو د انسټيټوټ تر څنګ ورته نور خصوصي انسټيټيونه هم شته چې ښځینه قابلې او نرسانې روزي او په دغو برخو کې زده کړې ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










