Language

د کندهار دهلې بند د دېوالونو لوړولو کار  راتلونکی کال پیلېږي

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۶): چارواکي وايي د دهلې بند د پروژې د دویمې برخې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي چې عملي کارونه به یې راتلونکی کال پیل شي.

د دغې پروژې په دویم پړاو کې د اتو مترو په اندازه د د هلې بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې ورسره ډېره شي او له مخې به یې کروندګر او باغ لرونکي د کرنې لپاره کافي اوبه ولري.

په کندهار کې د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجنیر شېر محمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، څو ورځې مخکې د هلمند د دریايي حوزې عمومي رییس انجنیر نجیب الله جویني دې ولایت ته سفر کړی و او د هلې بند د پروژې د دویم پړاو د پیل په اړه یې د کندهار له والي سره لیده کاته کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې لیدنه کې جویني د کندهار والي تورنجنرال رلمي ویسا ته وویل چې د دهلې بند د پروژې د دویم بړاو د ډیزاین او سروې چارې بشپړې شوي چې عملي چارې یې راتلونکي کال پیلېږي.

د یادې شوې پروژې په دویمه برخه کې د  اتو  مترو په اندازه د بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې په دې ولایت کې به د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي او دغه راز به له دغه بند څخه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید امکانات هم برابر شي.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا هم په دې لیدنه کې د دهلې بند د دویم پړاو د کارونو پر ژر پیل کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا له کلونو راهیسې د دې ولایت د اوسېدونکو بسنټیزه غوښتنه ده.

ده یادونه کړې چې کندهار له ډېره وخته د کرنې په برخه کې د اوبو له کمښت سره مخ دی.

عطايي وايي، د دهلې بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي، چې دغې ستونزې په دې ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

هغه زياته کړه، دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې په وار وار ولایتي ادارې او خلکو په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدې بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

د ده په خبره، په دې ساحه کې د نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود،نود همدې بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

login or register a new account.

Related Topics