منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار دهلې بند د دېوالونو لوړولو کار راتلونکی کال پیلېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۶): چارواکي وايي د دهلې بند د پروژې د دویمې برخې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي چې عملي کارونه به یې راتلونکی کال پیل شي.

د دغې پروژې په دویم پړاو کې د اتو مترو په اندازه د د هلې بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې ورسره ډېره شي او له مخې به یې کروندګر او باغ لرونکي د کرنې لپاره کافي اوبه ولري.

په کندهار کې د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجنیر شېر محمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، څو ورځې مخکې د هلمند د دریايي حوزې عمومي رییس انجنیر نجیب الله جویني دې ولایت ته سفر کړی و او د هلې بند د پروژې د دویم پړاو د پیل په اړه یې د کندهار له والي سره لیده کاته کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې لیدنه کې جویني د کندهار والي تورنجنرال رلمي ویسا ته وویل چې د دهلې بند د پروژې د دویم بړاو د ډیزاین او سروې چارې بشپړې شوي چې عملي چارې یې راتلونکي کال پیلېږي.

د یادې شوې پروژې په دویمه برخه کې د  اتو  مترو په اندازه د بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې په دې ولایت کې به د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي او دغه راز به له دغه بند څخه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید امکانات هم برابر شي.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا هم په دې لیدنه کې د دهلې بند د دویم پړاو د کارونو پر ژر پیل کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا له کلونو راهیسې د دې ولایت د اوسېدونکو بسنټیزه غوښتنه ده.

ده یادونه کړې چې کندهار له ډېره وخته د کرنې په برخه کې د اوبو له کمښت سره مخ دی.

عطايي وايي، د دهلې بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي، چې دغې ستونزې په دې ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

هغه زياته کړه، دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې په وار وار ولایتي ادارې او خلکو په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدې بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

د ده په خبره، په دې ساحه کې د نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود،نود همدې بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

عطايي زياتوي، په همدې بنسټ د دهلې بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

ده وويل، درې کاله مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې، د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت څه موده مخکې بشپړې شوې.

خو دى وايي، ټاکل شوې وه په دويم پړاو کې د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، پر دغې ټولې پروژې ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته چې ٣٨ ميليونه ډالر د ماليې وزارت او پاتې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېدل.

د دغې پروژې لومړني کارونه باید د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر پيل شوي واي، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړاى شوې، نو د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه وځنډوله.

د کندهار د دريايي حوزې رییس له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د اوبو د کمښت د هواري او کرنې د ودېپه موخه دې د دغې مهمې پروژې کارونه داسې پیل کړي چې بیا و نه ځنډېږي.

بل خوا د کندهار اوسېدونکو، قومي مشرانو، کروندګر او باغ لرونکو په وار وار د دهلې بند د جوړولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې کندهار يو زراعتي ولايت دى او د دغه بند ترميم به د دې ولايت پر کرنه مثبت اغېز ولري.

د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيایي شورا مشر حاجي نېک محمد پژواک ته وویل، خلک له حکومت څخه د پرمختیايي پروژو پلي کېدل غواړي.

هغه زیاته کړه، د دهلې بند د کندهار د اوو ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي، خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې له امله یې د دې ولایت پر کرنه بده اغېزه کړې ده.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه پیل کړي چې ژمنه یې وار له مخه شوې ده.

د ده په خبره، د دهلې بند په ترمیم سره به د باغ لرونکو او کروندګرو حاصلات زيات شي او په پايله کې به يې صنعتي زراعت لاره هواره شي.

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی ظاهر شاه وايي، د دهلې بند په جوړولو هم د اوبو د کمښت ستونزه هوارېږي او هم د لس مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا پيدا کوي.

نوموړي هم له مرکزي ادارې وغوښتل چې دغې چارې ته جدي پاملرنه وکړي او د بند دېوالونه لوړ کړي.

د دهلې بند ٦٥ کاله وړاندې د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند د امریکا د متحده ایالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه