ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : امنيتي ځواکونو خواجه غار ولسوالۍ کې اته کلي له طالبانو نيولي

چارواکي : امنيتي ځواکونو خواجه غار ولسوالۍ کې اته کلي له طالبانو نيولي

author avatar
20 Jun 2017 - 11:11
چارواکي : امنيتي ځواکونو خواجه غار ولسوالۍ کې اته کلي له طالبانو نيولي
author avatar
20 Jun 2017 - 11:11

تالقان(پژواک،٣٠غبرګولى٩٦): د تخار حکومتي چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل او دغه سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

تېره ورځ د دې ولايت چارواکو او طالبانو ويلي وو چې خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو يو شمير کلي او پوستې نيولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار  د والي سنت الله تيمور نن د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خواجه غار کې د طالبانو پر وړاندې پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل.

تيمور وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د پل مومن او ګورتپې په ګډون هغه اته کلي چې وړمه ورځ طالبانو نيولي وو، بېرته ترې نيولي دي.

دغه راز د شمال ختیځو ولایتونو د پولیسو زون له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د تخار ولایت د خواجه غار او د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د پاکولو په موخه د پیل شویو ګډو عملیاتو په لړ کې، ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو ټانک، دوه رنجرې او یوه دهشکه د هوایي بریدونو په ترڅ له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تېره ورځ ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې ١٢ پوستې نيولې دي.

هغه زياته کړې وه چې د يادو پوستو د نيونې پرمهال شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د يادونې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه چې بيا درې ورځې وروسته امنيتي ځواکونو بېرته په خپل کنټرول کې راوسته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.