تالقان(پژواک،٣٠غبرګولى٩٦): د تخار حکومتي چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل او دغه سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
تېره ورځ د دې ولايت چارواکو او طالبانو ويلي وو چې خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو يو شمير کلي او پوستې نيولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د تخار د والي سنت الله تيمور نن د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خواجه غار کې د طالبانو پر وړاندې پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل.
تيمور وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د پل مومن او ګورتپې په ګډون هغه اته کلي چې وړمه ورځ طالبانو نيولي وو، بېرته ترې نيولي دي.
دغه راز د شمال ختیځو ولایتونو د پولیسو زون له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د تخار ولایت د خواجه غار او د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د پاکولو په موخه د پیل شویو ګډو عملیاتو په لړ کې، ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو ټانک، دوه رنجرې او یوه دهشکه د هوایي بریدونو په ترڅ له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو تېره ورځ ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې ١٢ پوستې نيولې دي.
هغه زياته کړې وه چې د يادو پوستو د نيونې پرمهال شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه چې بيا درې ورځې وروسته امنيتي ځواکونو بېرته په خپل کنټرول کې راوسته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن