خوست ښار (پژواک، ۲۳چنګاښ ٩٦): په خوست ګمرک کې د سوداګريزو توکو د کيفيت او څرنګوالي د معلومولو لپاره د لابراتوار ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال د چنګاښ په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې لابراتوار ۴،۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ماليې وزارت يې ورکوي.
هغه وايي، د دې لابراتوار ودانۍ چې پر ۱۴۳ متره مربع ځمکه جوړېږي، څلور خونې، ځينې نور ملحقات او اړينې اسانتياوې به ولري.
ده زياته کړه:(( د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د بې کيفيته وارداتي توکو ترڅنګ د هغو کيمياوي ممنوعه توکو مخه هم ونيول شي چې کله ناکله په سوداګريز توکو کې راوړل کېږي.))
والي حکم خان حبيبي زياته کړه، د ياد لابراتوار په جوړېدو او فعالېدو سره به د خوست ګمرک په عوايدو کې هم د پام وړ زياتوالی راشي.
که څه هم اوسمهال د خوست د ګمرک عوايد په نشت حساب دي، خو والي حبيبي وويل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د غلام خان بندر د سوداګرو پرمخ پرانيستل شي.
حبيبي زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکې کې د غلام خان ترانزيټي لار د سوداګرو پرمخ پرانيستل شي. د دې لارې په خلاصېدو سره به نه يواځې زموږ عوايد لوړ شي، بلکې سوداګريزه راکړه ورکړه به هم پراخه شي.))
په ورته وخت کې د خوست د ګمرک رييس فرهاد افغان زوی له پژواک اژانس سره په خبرو کې د توکو د معاينې کولو لابراتوار مهم وباله او ويې ويل چې په ګمرکونو کې ورته جدي اړتيا لېدل کېږي.
ده وويل، د دې لابراتوار په فعالېدو سره به وکولی شي چې له يوې خوا د عوايدو د فرار مخه ونيسي او له بلې خوا به بازار ته باکيفيته سوداګريز توکي وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن