منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست ګمرک کې د لابراتوار لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۳چنګاښ ٩٦): په خوست ګمرک کې د سوداګريزو توکو د کيفيت او څرنګوالي د معلومولو لپاره د لابراتوار  ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال د چنګاښ په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې لابراتوار ۴،۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ماليې وزارت يې ورکوي.

هغه وايي، د دې لابراتوار  ودانۍ چې پر ۱۴۳ متره مربع ځمکه جوړېږي، څلور خونې، ځينې نور ملحقات او اړينې اسانتياوې به ولري.

ده زياته کړه:(( د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د بې کيفيته وارداتي توکو ترڅنګ د هغو کيمياوي ممنوعه توکو مخه هم ونيول شي چې کله ناکله په سوداګريز توکو کې راوړل کېږي.))

والي حکم خان حبيبي زياته کړه، د ياد لابراتوار په جوړېدو او فعالېدو سره به د خوست ګمرک په عوايدو کې هم د پام وړ  زياتوالی راشي.

که څه هم اوسمهال د خوست د ګمرک عوايد په نشت حساب دي، خو والي حبيبي وويل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د غلام خان بندر  د سوداګرو پرمخ پرانيستل شي.

حبيبي زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکې کې د غلام خان ترانزيټي لار د سوداګرو پرمخ پرانيستل شي. د دې لارې په خلاصېدو سره به نه يواځې زموږ عوايد لوړ شي، بلکې سوداګريزه راکړه ورکړه به هم پراخه شي.))

په ورته وخت کې د خوست د ګمرک رييس فرهاد افغان زوی له پژواک اژانس سره په خبرو کې د توکو د معاينې کولو لابراتوار مهم وباله او ويې ويل چې په ګمرکونو کې ورته جدي اړتيا لېدل کېږي.

ده وويل، د دې لابراتوار په فعالېدو سره به وکولی شي چې له يوې خوا د عوايدو د فرار مخه ونيسي او له بلې خوا به بازار ته باکيفيته سوداګريز توکي وړاندې کړي.

افغان زوی زياته کړه: ((دا ډېر مهم دی، په هر ګمرک کې چې لابراتوار نه وي عوايدو ته ډېره ضربه رسېږي. موږ کوښښ کوو چې د دې لابراتوار  په جوړېدو سره عوايد زيات کړو.))

تر دې مهاله د خوست ګمرک د سوداګريزو توکو د کيفيت معلومولو هېڅ سيستم نه لري او توکي پرته له دې چې په مسلکي ډول معاينه او وکتل شي، له ګمرکي محصول وروسته بازار ته عرضه کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه