کندهار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): افغانستان کې د يوناما مشر وايي، دغه اداره افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پروسې ملاتړ کوي او مرستندويان د پراختيايي پروژو پلي کولو ته هڅوي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د يوناما مسوول تادامیچي یاماموتو او ورسره پلاوي نن دغه ولايت ته سفر وکړ او د کندهار له والي زلمي ويسا او نورو ولايتي چارواکو سره يې وکتل.
سرچينه ليکي چې ياماموتو کندهار د افغانستان مهم ولايت وباله او د ولايتي ادارې د کړنو ستاينه يې وکړه.
هغه وويل چې ملګري ملتونه په نړۍ کې د سرتاسري سولې، امنیت او بشري حقوقو د تامین لپاره کار کوي او په دې برخه کې یې په افغانستان کې ډېر فعالیتونه کړي او لا هم روان دي.
د ده په وينا، يوناما په افغانستان کي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده او د ټاکنو د پروسې چې مشري یې د افغانانو پر غاړه ده، پوره ملاتړ کوي.
هغه زياتوي، يوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه څانګو په واسطه د بېلابېلو عمراني او پراختيايي پروژو پلي کولو ته لارې چارې برابروي او مرستندويه موسسې به پراختيايي پروژو ته وهڅوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې کندهار والي ملګري ملتونه یو نړیوال سوله غوښتونکی بشري سازمان وباله او د دې سازمان د هغو مرستو ستاينه يې وکړه چې د جګړو او ناخوالو په موده کې يې له افغانانو سره کړې دي.
کندهار والي په وينا، دا مهال افغان ځواکونه کافي مهمات لري، خو ځینې ستونزې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سالمې رهبرۍ له نه شتون څخه دي چې د حل لپاره یې باید لازم اړين ګامونه پورته شي.
کندهار والي د امنیت، کاري فرصتونو، برېښنا، د څښاک اوبو او مواصلاتي سړکونو نه شتون او خراب حالت د ستونزو په توګه ياد کړل او ویې ویل چې دولت په دې برخو کې خپل ټول امکانات په کار اچولي، خو لا زیات کار او همکارۍ ته اړتيا شته.
ویسا وویل، دولت مکلف دی چې رڼو ټاکنو ته زمینه مساعده کړي او د کندهار ولایتي اداره به په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
login or register a new account.