Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار او لوګر کې دوولسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان- پل علم (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): په تخار او لوګر ولايتونو کې د يو قوماندان په ګډون اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد جهانګر کرامت د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په دشت کلا او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې شپږ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دشت کلا اوسېدونکي حسيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه جګړه شوې او طالبان له دې ولسوالۍ څخه پر شا شوي دي.

هغه وايي: ((طالبان دشت ارچي ته تللي او په ټولو لارو او کوڅو کې د ملي اردو سرتېري ليدل کېږي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د څرخ ولسوالۍ د خروټو په سيمه کې ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې د طالبانو يو مشهور سيمه ييز قوماندان ملا منګل وژل شوى او دوه نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل چې په دې عملياتو کې د طالبانو يو سراچه موټر، دوه موټرسايکل او درې کلاشينکوفونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.