لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۹۶): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٣٠ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په نادعلي کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د دوو قوماندانو صوفي خالد او ملاخيل په ګډون ٣٠ طالبان وژل شوي، اووه ټپيان دي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
د افغان په وينا چې په دې عملياتو کې امريکايي ځواکونه له افغان ځواکونو سره د هوايي بريدونو په برخه کې همکاري کوي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړى وايي چې د عملياتو پر مهال څلور کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ، يوه پايه مخابره او دوه موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د هلمند والي حيات الله حيات هم وويل چې ډېر ژر به په نادعلي کې د دوامداره امنيت په موخه نوې پوستې جوړې شي.
والي وويل چې نادعلي ته تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي او تر وروستي بريده به هڅه وشي چې د عملياتو پر مهال عامو خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
د دې څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په شمالاني سيمه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي دي.
نادعلي د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې دى چې يواځې مرکز له حکومت سره او پاتې نورې برخې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP