مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶) د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ارګ او عطامحمد نور تر منځ شته کړکېچ د هېواد په ګټه نه بولي او د پاى ته رسولو غوښتنه يې کوي.
بلخوا مدني فعالان ټينګار کوي، چې دواړه اړخونه بايد اساسي قانون په پام کې ونيسي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲۳مه، د سادات قوم په بلنه، د قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو غونډه وشوه، چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور ترمنځ د شته کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره يې د منځګړيتوب وړانديز وکړ.
د سادات ټولنې مشر عبدالستار جمال يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، دواړو اړخونه بايد د افغانستان روان حالت په نظر کې ونيسي او د کړکېچ د ختمولو لپاره کوښښ وکړي.
نوموړي زياته کړه، نه يواځې بلخ کې، بلکې په ټول هېواد کې د ارګ او نور تر منځ د روان کړکېچ له امله يو ډول وېره خپره ده.
د هغه په وينا، دوی هم اندېښنه لري، که چېرې تفاهم ونه شي، نو ښايي حالت بېرته د جنګونو دور ته وګرځي.
جمال وويل، د همدې په خاطر يې د بلخ قومي مشران راغونډ کړل، چې له دواړو اړخونو د شته کړکېچ د ختمېدو لپاره وړانديز وکړ.
نوموړي زياته کړه: ((موږ چمتو يو چې د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د مشکل د ختمېدو لپاره جرګه وکړو.))
قومي مشر محمد ابراهيم وويل، افغانان نور د جګړو زغملو وس نه لري.
ده زياته کړه، له روان حالت څخه خلکو ته د خپلمنځيو جګړو وېره پيدا شوې، چې حکومت بايد د دغو جګړو د نه رامنځ ته کېدو ډاډ خلکو ته ورکړي.
د هغه په خبره، دواړه اړخونه بايد د افغانستان د سوکالۍ او ارامۍ په خاطر سره نږدې شي او مشکل حل کړي.
خو مدني فعالان د کړکېچ د پای ته رسېدو د پلويتوب تر څنګ، په دې هم ټينګار کوي چې ستونزه بايد د اساسي قانون په رڼا کې حل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP