فيض اباد (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د ياد ولايت د تګاب او تيشکان ولسواليو په دوو ترافيکي پېښو کې پنځو کسان ژوند له لاسه ورکړى او نهه نور ټپيان دي.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري د دغه خبر د منلو ترڅنګ وويل، چې يادې دوه پېښې د تګاب-کشم او تيشکان-کشم لويو لارو په اوږدو کې رامنځته شوې دي.
نوموړي زياته کړه، لومړۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې پرون مازديګر يو سراچه موټر چې له تيشکان ولسوالۍ څخه کشم ولسوالۍ ته پر لارې؛ د سړک د يخ له امله له لارې اوښتى او په پايله کې يې څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
نظري وويل، دويمه پېښه نن سهار د تګاب-کشم لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې چې په کې يو کرولا موټر له لارې اوښتى او له امله يې يو تن ژوند له لاسه ورکړى او شپږ نور ټپيان دي.
سرچينې وويل، د يادو دوو ترافيکي پېښو ټپيان د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او لامل يې هم د سړکونو يخوالى او نه پاملرنه په ګوته شوې چې له زنځيرونو پرته يې حرکت کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن