چاريکار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): له سالنګ لويې لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ چې له پنځو ورځو راهيسې پرې بديز لګېدلى و، بېرته عادي حالت ته راغى.
د سالنګ لويې لارې چارواکو د سلواغې له ٢٥مې نېټې راهيسې پر دې لاره د ټېلري موترو پر تګ راتګ بنديز لګولى و، خو د ورځې له مخې پرې يوازې مسافر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه وه.
د سالنګونو د ساتنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب په خبره، دغه لويه لاره د سلواغې له ٢٥مې تر ٣٠مې نېټې پورې د مازديګر له پنځو د سهار تر پنځو بجو پورې د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وه، خو د ورځې پرې يوازې ټېلري موټرو د تېرېدو اجازه نه درلوده.
د نوموړي په خبره، دغه کار ځکه شوى و چې په سالنګونو کې د واورې ورېدو وړاندوينه شوې وه او د ورښت پر مهال د شپې له لوري د ليد ساحه کمه وي او د مسافرو لپاره د خطر شونتيا ډېروي.
خو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر نن سهار پژواک ته وويل چې په سالنګونو کې هوا نيمه وريځ ده او هر ډول موټر پرې تګ راتګ کولى شي.
نوموړي له موټر چلوونکو او مسافرو وغوښتل چې له دې لويې لارې د تېرېدو پر مهال له ځان سره ژمني توکي لکه تودې جامې، خواړه او اضافي روغنيات ولري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وروستۍ يوه اوونۍ کې د واورې پنډوالى څه باندې دوو مترو ته رسېدلى دى.
د دې لويې لارې د بندېدو پر مهال موټر د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ او د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې درول کېږي.
د ژمې پر مهال له دغه لويې لارې تېرېدل له خطرونو سره ملګري دي.
د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې مياشت کې په سويلي سالنګ کې د واورې ښويېدنې او توپان په سبب شاوخوا ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.
login or register a new account.