Language

هلمند کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): چارواکي وايي چې تېره شپه د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولايت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، تېره شپه د کومانډو د اووم کنډک سرتېرو د ګرشک په نهر سراج سیمه کې د طالبانو په پټنځاینونو عملیات کړي دي.

هغه د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملیاتو کې ۴ طالبان وژل شوي، درې تنه له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره نیول شوي او قول اردو ته راوړل شوي دي.

نوموړي وویل، هلته د ماینونو یوه فابریکه او د وسله والو طالبانو ځيني وسایط هم ويجاړ شوي دي.

بهادرزی زیاتوي، دغه راز په ګرشک ولسوالۍ کې د سيدانو په نوم سيمه کې د توپچې بريدونو په ترڅ کې هم ۵ طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، په نادعلي کې د ملي اردو تر مشرۍ لاندې ګډ عملیات له تېرو څلورو ورځو راهيسې پیل شوي چې پر مهال يې تېره شپه ۳ طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې د نادعلي په چاڼ شوو سیمو کې امنيتي پوستې هم جوړېږي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند دويم څارن عبدالسلام افغان وايي، په نادعلي کې تېره شپه ۴ کیلومتره پرمختګ شوی، هلته یو شمېر پوستې جوړېږي او طالبانو ته تلفات اوښتي دي.

نوموړي د ګرشک په نهر سراج او نورو سیمو کې هم طالبانو ته د عملیاتو پر مهال د تلفاتو خبر ورکړ.

login or register a new account.