لښکرګاه (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): چارواکي وايي چې تېره شپه د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، تېره شپه د کومانډو د اووم کنډک سرتېرو د ګرشک په نهر سراج سیمه کې د طالبانو په پټنځاینونو عملیات کړي دي.
هغه د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملیاتو کې ۴ طالبان وژل شوي، درې تنه له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره نیول شوي او قول اردو ته راوړل شوي دي.
نوموړي وویل، هلته د ماینونو یوه فابریکه او د وسله والو طالبانو ځيني وسایط هم ويجاړ شوي دي.
بهادرزی زیاتوي، دغه راز په ګرشک ولسوالۍ کې د سيدانو په نوم سيمه کې د توپچې بريدونو په ترڅ کې هم ۵ طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، په نادعلي کې د ملي اردو تر مشرۍ لاندې ګډ عملیات له تېرو څلورو ورځو راهيسې پیل شوي چې پر مهال يې تېره شپه ۳ طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې د نادعلي په چاڼ شوو سیمو کې امنيتي پوستې هم جوړېږي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند دويم څارن عبدالسلام افغان وايي، په نادعلي کې تېره شپه ۴ کیلومتره پرمختګ شوی، هلته یو شمېر پوستې جوړېږي او طالبانو ته تلفات اوښتي دي.
نوموړي د ګرشک په نهر سراج او نورو سیمو کې هم طالبانو ته د عملیاتو پر مهال د تلفاتو خبر ورکړ.
د نادعلي لسوالۍ د چهراهی میزا سیمې یو اوسېدونکی محمد ولي وايي، سیمې ته يې له تېرو درېیو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونه ورغلي، په داسې حال چې تېر يو نیم کال هلته طالبان وو.
د ده په وینا، ځواکونه د دوی له سيمې تېر شوي او د نورزو په کلي کې پوستې جوړوي چې کله کله د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
دغه راز د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په نادعلي کې د امنیتي ځواکونو پرمختګ خبره ردوي او وايي چې طالبان مقاومت کوي.
نوموړي امنیتي ځواکونو ته په نورزو کلي کې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










