هرات (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د هرات ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نيول شوى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې طالب ولسوال ملا عبدالرووف د دولت ضد فعاليتونو پر مهال د هرات ښار د شهرنو چوک په ساحه کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
هغه زياته کړه چې د طالبانو دغه مهم غړى د لا زياتو څېړنو په موخه کشفي ارګانونو ته ور پېژندل شوى دى.
له بلې خوا د هرات د والي وياند وويل چې دوه نور کسان يې هم د هرات په اوبې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د پوځي مرستې په تور د هرات ښار په درب ملک سيمه کې نيولي دي.
هغه زياته کړه چې له دغو کسانو سره پنځه ميله وسلې، يوه اندازه جنګي تجهيزات او يو سراچه موټر ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن