جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۷): د ننګرهار او اروزګان ولايتونو په ځینو امنيتي پېښو کې ملکي وګړو، سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او څلور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي د وري په ۵مه پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي سيمه کې په يوې لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، په ياده چاودنه کې چې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، يو ملکي وګړی ووژل شو او څلور نور ټپيان دي.
دی وايي، ټپيان د درملنې په موخه د خوږياڼو روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د پېښې يوه عيني شاهد غلام الله پژواک ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ياد ملکي خلک له سيمې د تېرېدو په حال کې و او په لاسي کراچۍ کې موجود ماين پرې وچاودېد.
که څه هم ولايتي ادارې دغه چاره پر وسله والو طالبانو تړلې؛ خو خپله دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن