کابل(پژواک،۲۴غويی۹۷):د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ټاکنو د نوم ليکونکو د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګولو په اړه د اندېښنېه څرګندولو سره وايي چې ولسمشر په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي پر ځای، د درغلۍ په لټه کې دی.
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چې د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د رايه ورکونکو د نوم ليکنې بهير د وري په ۲۵مه د هېواد د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوی او ټاکل شوې وه چې د غويی په ۲۳مه پای ته ورسېږي، خو له دې امله چې خلکو په کې په پراخه توګه ګډون ونه کړ، دغه نېټه تمديد شوې ده.
د ټاکنو کمېسيون په دې وروستيو کې اعلان کړی چې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ويلو په موخه يې پرېکړه کړې چې د نوم ليکونکو د غوښتنې په صورت کې به د تذکرو پر کاپي سټېکر ولګول شي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د دغې جرګې ډېری غړو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او حکومت پر دې پرېکړې نيوکه وکړه او هغه يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې پراخې درغلۍ ته د لارې برابرېدل وبلل.
په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي صادقي زاده نيلي وويل چې د تذکرو پر کاپي سټېکر لګول غير معقول او کړکېچ رامنځ ته کوونکی اقدام دی.
نوموړي زياته کړه چې د ټاکنو د پروسې له پيل څخه د در غلۍ لپاره زمينه جوړونه پيل شوې، د امنيتي ګواښونو او د نوم ليکنې مرکزونو ته د تګ لپاره د خلکو نه ګروهنې په پلمې سره د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول، درغلۍ ته د لارې جوړول دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي خليل الله شهيد زاده هم وويل:" د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول به ټاکنې له کړکېچ سره مخ کړي."
نوموړي وويل:" يو شخص کولای شي چې د خپلې تذکرې په کاپۍ سره خپل نوم په ۵۰ مرکزونو کې ثبت کړي او د ټاکنو په ورځ هم د هماغې کاپي له مخې رايه ورکړي."
شهيدزاده د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او حکومت څخه وغوښتل چې د خپلې پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې خلک دې پر دغه بهير خپل کم باور هم له لاسه ورکړي.
د ولسي جرګې غړې ناهيد فريد وويل:" ولسمشر په خپلې دې پرېکړې سره وښودله چې د درغلۍ قرباني نه، بلکې خپله د درغلۍ ملاتړی دی."
هغې وويل چې د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو د وېش بهير پيلېدل، يوه معقوله طرحه نه وه او اوس حکومت غواړي چې د تذکرو له کاپي څخه په استفادې سره، د نوم ليکونکو کچه په جعلي شمېرنو سره لوړه کړي.
نوموړي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د يو خپلواک کمېسيون په توګه دې بې پرې پاتې شي او خپلې مهمې پرېکړې دې په ارګ کې نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن