ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر هېوادوالو د دیني عالمانو پرونۍ فتوا پر ځای اقدام وباله

یو شمېر هېوادوالو د دیني عالمانو پرونۍ فتوا پر ځای اقدام وباله

author avatar
5 Jun 2018 - 15:16
یو شمېر هېوادوالو د دیني عالمانو پرونۍ فتوا پر ځای اقدام وباله
author avatar
5 Jun 2018 - 15:16

کابل (پژواک،١٥ غبرګولى ٩٧): يو شمېر هېوادوال د جګړې او ځانمرګي بريدونو پر ضد د ديني عالمانو د فتوا د هرکلي تر څنګ وايي چې دغه کار بايد ډېر پخوا شوى واى.

پرون د هېواد له بېلابېلو سيمو راغلو شاوخوا ٣٠٠٠ ديني عالمانو په هېواد کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او ځانمرګي بريدونه يې حرام وبلل.

د عالمانو د دې غونډې په پاى کې ځانمرګى بريد هم وشو چې له امله يې د يو شمېر عالمانو په ګډون ٧ کسان ووژل شول او ٢١ نور ټپيان شوي دي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د روانې جګړې پر حراموالي له دوو زرو د زیاتو دیني علماوو د فتوا هرکلی کوي.

د کندهار ښار یو ټکسي چلوونکی محمد نادر وايي، خبرونو کې یې واورېدل چې کابل کې تر دوو زرو زیاتو دیني علماوو په افغانستان کې د روان جنګ پر حراموالي فتوا ورکړه چې دا پیغام باید د هېواد تر هر کور پورې ورسول شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا ډېر پر ځای کار و چې پخوا لا باید شوی وای، اوس باید د افغانستان د علماوو تر څنګ د ټولې نړۍ عالمان دغه جګړه حرامه وګڼي؛ ځکه دا یې دیني مسوولیت هم دی.

نوموړي زیاته کړه، د دیني عالمانو د دې فتوا پر وړاندې د وسله والو ډلو غبرګون خواشینوونکی و.

د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي تاج محمد پژواک ته وویل، د روانې جګړې د حراموالي د فتوا تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا د هېواد د ۲۵۰۰ علماوو خبره ده چې په هیڅ توګه ناسمه نه شي ګڼل کېدای.

هغه زیاته کړه، د نړۍ عالمان هم باید زموږ له عالمانو سره دا غږ بدرګه کړي څو په دې توګه په افغانستان کې د روانې ناروا جګړې کمبله ټوله شي او ولس د ارام ساه واخلي.

دی ټینګار کوي چې دا فتوا باید تر کلیو، بانډو او جوماتونو ورسېږي او په دې برخه کې په پراخه کچه کار وشي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد تقي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان عالمانو خپله اصلي دنده ترسره کړه او د افغان وژنې د مخنيوي لپاره يې يوه ښه پرېکړه وکړه.

هغه هيله څرګنده کړه، ياده پرېکړه په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ، اوربند او افغان وژنې د بندېدو سبب شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.