کابل (پژواک،١٥ غبرګولى ٩٧): يو شمېر هېوادوال د جګړې او ځانمرګي بريدونو پر ضد د ديني عالمانو د فتوا د هرکلي تر څنګ وايي چې دغه کار بايد ډېر پخوا شوى واى.
پرون د هېواد له بېلابېلو سيمو راغلو شاوخوا ٣٠٠٠ ديني عالمانو په هېواد کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او ځانمرګي بريدونه يې حرام وبلل.
د عالمانو د دې غونډې په پاى کې ځانمرګى بريد هم وشو چې له امله يې د يو شمېر عالمانو په ګډون ٧ کسان ووژل شول او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
د هېواد يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د روانې جګړې پر حراموالي له دوو زرو د زیاتو دیني علماوو د فتوا هرکلی کوي.
د کندهار ښار یو ټکسي چلوونکی محمد نادر وايي، خبرونو کې یې واورېدل چې کابل کې تر دوو زرو زیاتو دیني علماوو په افغانستان کې د روان جنګ پر حراموالي فتوا ورکړه چې دا پیغام باید د هېواد تر هر کور پورې ورسول شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا ډېر پر ځای کار و چې پخوا لا باید شوی وای، اوس باید د افغانستان د علماوو تر څنګ د ټولې نړۍ عالمان دغه جګړه حرامه وګڼي؛ ځکه دا یې دیني مسوولیت هم دی.
نوموړي زیاته کړه، د دیني عالمانو د دې فتوا پر وړاندې د وسله والو ډلو غبرګون خواشینوونکی و.
د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي تاج محمد پژواک ته وویل، د روانې جګړې د حراموالي د فتوا تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا د هېواد د ۲۵۰۰ علماوو خبره ده چې په هیڅ توګه ناسمه نه شي ګڼل کېدای.
هغه زیاته کړه، د نړۍ عالمان هم باید زموږ له عالمانو سره دا غږ بدرګه کړي څو په دې توګه په افغانستان کې د روانې ناروا جګړې کمبله ټوله شي او ولس د ارام ساه واخلي.
دی ټینګار کوي چې دا فتوا باید تر کلیو، بانډو او جوماتونو ورسېږي او په دې برخه کې په پراخه کچه کار وشي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد تقي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان عالمانو خپله اصلي دنده ترسره کړه او د افغان وژنې د مخنيوي لپاره يې يوه ښه پرېکړه وکړه.
هغه هيله څرګنده کړه، ياده پرېکړه په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ، اوربند او افغان وژنې د بندېدو سبب شي.
دغه راز د محمد اسماعيل په نوم د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی چې د عالمانو د يادې فتوا هر کلی کوي دغه راز پر حکومت غږ وکړ، چې د يادې پرېکړې عملي کېدو ته زمينه برابره کړي.
د لغمان ولايت يو اوسېدونکی کاوش ننګيال هم پژواک سره د خبرو پرمهال د اوربند او جګړې د حرام والي په اړه د علماو ياده پرېکړه يو ګټور اقدام ګڼي.
هغه زياته کړه، جګړه د عالمانو پر فتوا پيل شوې او که همداسې يې عالمان د حراموالي لپاره هم سره يو موټی شي؛ نو په هيواد کې سوله راتللی شي.
بلخوا د بلخ يو شمېر مدني فعالانو د عالمانو د يادې فتوا هرکلى کوي، خو پر ګډونوالو ترسره شوى ځانمرګى بريد په کلکه غندلى دى.
دوى د هېواد له ديني عالمانو خپل ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه، چې وسله والو مخالفين ددين په نامه سوداګري کوي.
د بلخ یو بل اوسېدونکی ديني عالم محسن دانش د هېواد د ديني عالمانو د فتوا د هرکلي تر څنګ وويل چې دې سره به د طالبانو عمر لنډ شي.
د باميان ولايت يو اوسېدونکی محمد حسن ابراهيمي د فتوا د هرکلي تر څنګ وايي چې دغه بايد ډېر پخوا ورکړل شوى واى .
هغه هيله څرګنده کړه چې دا فتوا به په هېواد کې د جګړو او تاوتريخوالي په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د ابراهيمي په وينا، څوک چې ځانته مسلمان وايي، له دې فتوا وروسته به له جګړې لاس واخلي.
د کندوز یو اوسېدونکى احمد احمدي وايي چې دغه کار بايد هغه مهال شوى واى چې په هېواد کې لومړى ځانمرګى بريد شوى و.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که څه هم له ځنډ سره دغه کار وشو، خو ښه کار وشو او هغه خلک بايد پوه شوي چې د افغانانو پر ضد ځانمرګي بريدونه او چاودنې ترسره کوي.
د هلمند د لښکرګاه ښار يو اوسېدونکى لعل محمد وايي، د يادې فتوا د هرکلي ترڅنګ وايي، چې د جوماتونو ملا امامان بايد د کليو او بانډو په جوماتونو کې له دې فتوا څخه خلک خبر کړي.
نوموړی وايي : (( ز موږ خلک عقيدوي خلک دي د ملايانو خبرو ته اعتبار ورکوي او حکومت بايد دغه ټکي ته پاملرنه وکړي.))
د دايکنډي ولايت اوسېدونکې زرفشان عارفي وايي چې دا فتوا به د جګړې په کمولو او ختمولو کې مثبت رول ولري.
د هغې په وينا، وسله والو مخالفينو روانې جګړې ته عقيدوي اړخ ورکړى و، خو پرونۍ فتوا دا ثابته کړه، چې روانه جګړه هېڅ ديني اړخ نه لري.
د نيمروز لايتي شورا غړی مولوي ګل احمد احمدي بيا وايي چې ديني عالمانو بايد داسې فتوا ورکړې واى چې د جګړې دواړو لورو ته د منلو وړ واى.
هغه زياته کړې چې د ځانمرګو بريدونو تر څنګ په هوايي بمبارو کې هم ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي، دغه لور ته هم پاملرنه په کار ده.
د بدخشان اوسېدونکى عبدالصمد شېرزاد د هېواد ديني عالمانو برحقه د قران کريم او احاديثو په رڼا کې فتوا ورکړه .
خو نوموړى وايي، دا چې طالبان خپلواک نه لري، هېڅکله به دا فتوا ونه مني.
د فراه ولايت اوسېدونکى امان الله وايي، چې د افغانستان جګړې څو بعدونه لري او بايد په لويو نړيوالو کنفرانسونو کې يې په اړه پرېکړې وشي.
د هرات ښار يو تن اوسېدونکى حسيب الله وايي، چې د فتوا ملاتړ کوي، خو زياتوي، چې دا فتوا بايد ١٥ کاله مخکې ورکړل شوى واى.
د فارياب ولايت د مرکز مېمنې ښار اوسېدونکى سيد احمد شاه وايي، چې روانه جګړه غير مشروع ده او د ځانمرګي بريدونو د حراموالي په اړه صادره شوې فتوا اغېزمن دى.
هغه پژواک ته وويل، په داسې حال کې چې ځانمرګي بريدونه او نوره سخت دريځۍ په هېواد کې زياته شوې، دا ډول فتوا ورکول ډېر اړين و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










