کندهار ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په کندهار ښار کې د نوم لیکنې ۲۵ مرکزونه د نوم لیکنې د اړوندو پاڼو او سټېکرونو د خلاصېدو له امله وتړل شول.
دغه راز دغه اداره وايي چې په ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې پاڼې خلاصې شوي او که پر وخت ور و نه رسېږي نو تر راتلونکو څلورو ورځو به دغه مرکزونه هم وتړل شي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس هاشم دراني د غبرګولي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تر تېرې ورځې پورې د کندهار ښار شاوخوا ۱۵ مرکزونه د نوم لیکنې د پاڼو د خلاصېدو له امله تړل شوي وو خو نن دغه شمېره ۲۵ ته ورسېده.
هغه زیاته کړه، په دغو مرکزونو کې د نوم لیکنې پاڼې او سټېکرونه په بشپړه توګه خلاص شوي او دوی مجبور شول چې ویې تړي.
د ده په خبره، په هغو ولسوالیو کې چې امن دي او د نوم لیکنې پروسه په کې پیل شوې، شته مواد یوازې تر څلورو ورځو بسنه کوي.
نوموړی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مرکزي ادارې غواړي چې کندهار ته د نوم لیکنې اړوند توکي پر وخت واستوي او بند شوي مرکزونه بېرته پرانیستل شي.
دراني دغه راز معلومات ورکړل چې د دې ولایت په پنځو ولسواليو کې لا د نوملیکنې پروسه پيل شوې نهده او کېدای شي سبا هلته د ملي اردو د چورلکو په وسیله توکي ورسول شي.
نوموړي دا هم وویل چې د کندهار له پنځو نورو ولسوالیو رېګستان، ښوراوک، غورک، معروف او نېش څخهيې خپل مامورین بیرته ایستلي، ځکه هلته په۱۵ ورځو کې یوازې شاوخوا زرو کسانو نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو د کمېسیون رییس زیاتوي چې د موادو د خلاصېدو ستونزه یې په وار وار له مرکزي ادارې، ولایتي ادارې او ولایتي شورا سره شریکه کړې خو د حل لپاره یې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.
نوموړي د ثبت شوو وګړو د شمېر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې له ۴ سوه زره زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې چې تر ۶۵ زره پورې یې ښځې دي.
په عین وخت کې د کندهار د ولایتي شورا غړي د نوم لیکنې اړوند د موادو خلاصېدو جدي ستونزه ګڼي او پر مرکزي ادارې یې د حل غږ کوي.
د کندهار د ولایتی شورا غړي عطا الله عطا پژواک خبري اژانس ته وویل، له لویه سره کندهار ته د نوم لیکنې اړوند مواد کم ورکړل شوي وو او دا څووم ځل دی چې د نوم لیکنې مرکزونه د نوم لیکنې د پاڼو او سټېکرونو له کمښت سره مخ کېږي.
login or register a new account.