Language

د کندهار ښار ۲۵ مرکزونه د نوم لیکنې د پاڼو د خلاصېدو له امله وتړل شول

کندهار ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په کندهار ښار کې د نوم لیکنې ۲۵ مرکزونه د نوم لیکنې د اړوندو پاڼو او سټېکرونو د خلاصېدو له امله وتړل شول.

دغه راز دغه اداره وايي چې په ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې پاڼې خلاصې شوي او که پر وخت ور و نه رسېږي نو تر راتلونکو څلورو ورځو به دغه مرکزونه هم وتړل شي.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس هاشم دراني د غبرګولي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تر تېرې ورځې پورې د کندهار ښار شاوخوا ۱۵ مرکزونه د نوم لیکنې د پاڼو د خلاصېدو له امله تړل شوي وو خو نن دغه شمېره ۲۵ ته ورسېده.

هغه زیاته کړه، په دغو مرکزونو کې د نوم لیکنې پاڼې او سټېکرونه په بشپړه توګه خلاص شوي او دوی مجبور شول چې ویې تړي.

د ده په خبره، په هغو ولسوالیو کې چې امن دي او د نوم لیکنې پروسه په کې پیل شوې، شته مواد یوازې تر څلورو ورځو بسنه کوي.

نوموړی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مرکزي ادارې غواړي چې کندهار ته د نوم لیکنې اړوند توکي پر وخت واستوي او بند شوي مرکزونه بېرته پرانیستل شي.

دراني دغه راز معلومات ورکړل چې د دې ولایت په پنځو ولسواليو کې لا د نوم‎لیکنې پروسه پيل شوې نه‎ده او کېدای شي سبا هلته د ملي اردو د چورلکو په وسیله توکي ورسول شي.

نوموړي دا هم وویل چې د کندهار له پنځو نورو ولسوالیو رېګستان، ښوراوک، غورک، معروف او نېش څخه‌يې خپل مامورین بیرته ایستلي، ځکه هلته په۱۵ ورځو کې یوازې شاوخوا زرو کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

د ټاکنو د کمېسیون رییس زیاتوي چې د موادو د خلاصېدو ستونزه یې په وار وار له مرکزي ادارې، ولایتي ادارې او ولایتي شورا سره شریکه کړې خو د حل لپاره یې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړي د ثبت شوو وګړو د شمېر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې له ۴ سوه زره زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې چې تر ۶۵ زره پورې یې ښځې دي.

په عین وخت کې د کندهار د ولایتي شورا غړي د نوم لیکنې اړوند د موادو خلاصېدو جدي ستونزه ګڼي او پر مرکزي ادارې یې د حل غږ کوي.

د کندهار د ولایتی شورا غړي عطا الله عطا پژواک خبري اژانس ته وویل، له لویه سره کندهار ته د نوم لیکنې اړوند مواد کم ورکړل شوي وو او دا څووم ځل دی چې د نوم لیکنې مرکزونه د نوم لیکنې د پاڼو او سټېکرونو له کمښت سره مخ کېږي.

login or register a new account.

Related Topics