ژبه

صيقل: د سولې چانس بايد له لاسه ورنه کړل شي

للېت کمار

۶ چنګاښ ۱۳۹۷ - ۱۶:۵۸

۹۶ کتنې

واشنګټن (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٧) : په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازى محمود صيقل وايي چې د سولې په اړه ترلاسه شوى چانس بايد له لاسه ورنه کړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې  تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي او د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو دې غونډې ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

صيقل وويل، د افغان سولې لپاره د پاکستان او افغانستان د عمل پلان عملي کېدو سره  سوله ممکن ده او له دې چانس څخه بايد ګټه پورته شي.

نوموړي د سولې پر وړاندې د افغانستان او پاکستان د عمل پلان مهم وباله او له دواړو غاړو يې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

په ملګرو ملتونو کې دافغانستان سفير او دايمي استازي وويل : (( موږ د سولې او د افغانستان د شخړې د هواري په هڅو کې سيمه ييزې او نړيوالې اجماع ته اړتيا لرو او تر ډېره بريده دغه اجماع رامنځته شوې ده.))

صيقل زياته کړې، د افغان سولې لپاره سياسي، ټولنيز او ديپلوماتيکې هڅې روانې دي.

د هغه په وينا، د سولې لپاره چانسونه زيات شوي او دا بايد له لاسه ورنه کړل شي، خو دا سوله بايد د افغانانو له هيلو سره سمه رامنځته شي.

login or register a new account.