ميدانښار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): ځينې سرچينې د طالبانو لاس ته د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ د لوېدو خبرونه ناسم بولي، خو وايي چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو ولايتي شورا منشي عبدالوحيد اکبرزوی نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ پر ودانيو بريدونه وکړل، خو د ملي اردو ځانګړي ځواکونه ور ورسېدل او د طالبانو بريدونه يې پر شا وتمبول.
دى وايي چې د ولسوالۍ مرکز اوس مهال د دولتي ځواکونو په لاس کې دى.
خو هغه وايي چې د تېرې شپې په دغه بريد کې د ملي اردو ۶۸ سرتېري وژل شوي او مړي يې په کابل کې د سردار محمد داوود پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي وويل چې دغه معلومات ده ته د امنيتي ځواکونو يوه قوماندان ورکړي دي.
دى وايي چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته نه ده معلومه.
خو د ميدان وردګو ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک بيا وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دايميرداد ولسوالۍ په بشپړه ډول نيولې ده.
د هغه په وينا، تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر مرکز په بريد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ٤١ سرتېري وژل شوي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره ورسره نشته.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور بيا وايي چې په دايميرداد کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ياده شمېره يې نه تاييدوي.
هغه زياته کړه، دوی د معلوماتو په راټولو بوخت دي او نور جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت درانى هم په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې يادې شمېرې نه تاييدوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبانو تېره شپه د دايميرداد ولسوالۍ نيولې او ٧٠ دولتي سرتېري يې وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن