مزارشریف(پژواک،۱۳تله۹۷):ولسمشر غني د امنيتي وضعيت د څېړلو او د ٣٦٠بستريز روغتون د پرانېستې په موخه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته ورسېد.
د ارګ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس، ولسمشر غني نن سهار د (تلې په ١٣مه ) د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مزار شريف ښار ته ورسېد.
سرچينې ويلي چې ولسمشر به په دغه دوه ورځني سفر کې د نسايي ولادي او ماشومانو د ٣٦٠بستريز روغتون د پرانيستې ترڅنګ ددغه ولايت له بېلابېلو خلکو سره وګوري .
سرچينه وايي چې ولسمشر به د امنيتي او ملکي ادارو له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو او مخورو، د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنو له غړو، د ولايتي شورا له غړو، ولسوالانو، د امنيت له مديرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او علماوو سره وويني .
سرچينه وايي چې په دې سفر کې له ولسمشر سره يې مېرمن هم ملتيا کوي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن