شبرغان(پژواک،۲۱ تله ۹۷): د جوزجان ولایت د پوهنې د اوسني رییس پلویانو د دغه ولایت د پوهنې د نوي رییس د ټاکل کېدو په اعتراض کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازه وتړله.
دا په داسې حال کې ده چې احمدالله د عوض عبدالحی «یشین» پر ځای د جوزجان ولایت د پوهنې د د نوي رییس په توګه ټاکل شوى.
لاریون کوونکي ابو مطلب پژواک خبري اژانس ته وویل: ((مخکې مو د جوزجان ولایت د پوهنې د نوي رییس احمدالله د ګومارنې په اعتراض کې د تحصن خېمه ووهله او نن مو بیا خپل اعتراض څرګند کړ چې پر دې بست دې داسې کس و ګومارل شي چې د همدې سیمې اوسېدونکی وي.))
هغه زیاته کړه، تر څو چې سیمه ییز چارواکي د جوزجان ولایت د پوهنې د رییس په توګه د خپلې خوښې وړ کسانو د ګومارنې مخنیوی ونه کړي دوی به له دې لاریونونو سربېره په راتلوونکې کې هم دغه ډول اعتراضونه پراخ کړي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي بسم الله ساحل وویل چې د پوهنې وزارت مسوولینو د جوزجان ولایت د نوي رییس احمدالله په ګومارنه د دغه ولایت له اوسېدونکو سره جفا کړې ده.
ساحل وویل، د جوزجان اوسېدونکي د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د عبدالحی يشین له فعالیتونو خوښ دي.
هغه زیاته کړه چې د یشین په هڅو په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې لږ تر لږه ۹۰ ښوونځي پرانیستل شوي دي.
هغه د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې د عبدالحی یشین پر ځای دې د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته داسې کس ور وپېژني چې مسلکي تجربه ولري، پرته له دې به د دغه ولایت د پوهنې دروازې تړلې پاتې شي.
د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست لرې شوي رییس عبدالحی یشين پژواک ته وویل چې پوهنې وزارت د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو او ده له خبرولو پرته احمدالله د دغه ولایت د پوهنې ریاست د نوي رییس په توګه ورپېژندل شوي دی.
هغه زیاته کړه چې په اداري سیستم کې د کسانو د بدلون او ګومارنې له بهیر سره مخالف نه دی، خو د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست لپاره دې داسې کس وګومارل شي چې مسلکي او سیمه ییز کس وي.
خو د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وویل چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازه نه تړل کېږي او هغه چا چې دا کار کړی سهوه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه: ((زه هدايت ورته کوم چې د دغه کار مخنیوی دې وشي، ځکه له دې ادارې سره ډېر خلک سر او کار لري او د پوهنې دروازه باید ونه تړل شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن