Language

مزارشریف ته بېځایه شوې فاریابي کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

مزارشريف (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د فارياب ولايت له وروستيو جګړو مزارشريف ښار ته را کډه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

دغه کورنۍ چې د مزارشريف ښار سوېل لور ته په يوه دښته کې تر شنه اسمان لاندې او خېمو کې ژوند کوي، زياتوي چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري، دغه راز د هوا په سړېدو سره د يخنۍ له ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين هم مني چې وروستيو اوونيو کې له فارياب ولايته لسګونه کورنۍ مزارشريف ښار ته راکډه شوې دي.

د دوی په خبره، له يادو بېځايه شوو کورنيو سره د لومړينو توکو مرستو په موخه يې د هغوی سروې پيل کړې ده.

په وروستيو دوو اوونيو کې د فارياب له قيصار، المار، خواجه سبزپوش او شېرين تګاب ولسواليو د جګړو له وېرې لسګونه کورنۍ مزارشريف ته راکډه شوې دي.

د يادو بېځايه شوو کورنيو يو شمېر يې د مزارشريف ښار جنوب لور ته په يوه دښته کې اړولي چې دمګړۍ تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې ژوند کوي.

د جګړو له امله دغه بېځايه شوې کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

۵۰ کلن عبدالغفور يو له همدې بېځايه شوو دی چې له خپلې اته کسيزې کورنۍ سره د فارياب له قيصار ولسوالۍ مزارشريف ته راغلی.

هغه وايي چې هره ورځ به يې په سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې چې بالاخره يې دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړل.

login or register a new account.