مزارشريف (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د فارياب ولايت له وروستيو جګړو مزارشريف ښار ته را کډه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه کورنۍ چې د مزارشريف ښار سوېل لور ته په يوه دښته کې تر شنه اسمان لاندې او خېمو کې ژوند کوي، زياتوي چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري، دغه راز د هوا په سړېدو سره د يخنۍ له ګواښ سره مخ دي.
په ورته وخت کې د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين هم مني چې وروستيو اوونيو کې له فارياب ولايته لسګونه کورنۍ مزارشريف ښار ته راکډه شوې دي.
د دوی په خبره، له يادو بېځايه شوو کورنيو سره د لومړينو توکو مرستو په موخه يې د هغوی سروې پيل کړې ده.
په وروستيو دوو اوونيو کې د فارياب له قيصار، المار، خواجه سبزپوش او شېرين تګاب ولسواليو د جګړو له وېرې لسګونه کورنۍ مزارشريف ته راکډه شوې دي.
د يادو بېځايه شوو کورنيو يو شمېر يې د مزارشريف ښار جنوب لور ته په يوه دښته کې اړولي چې دمګړۍ تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې ژوند کوي.
د جګړو له امله دغه بېځايه شوې کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
۵۰ کلن عبدالغفور يو له همدې بېځايه شوو دی چې له خپلې اته کسيزې کورنۍ سره د فارياب له قيصار ولسوالۍ مزارشريف ته راغلی.
هغه وايي چې هره ورځ به يې په سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې چې بالاخره يې دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړل.
عبدالغفور په يوه پښه ټپي هم دی او په خبره يې چې يوه مياشت وړاندې يې پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده او سخت ژوبل شو.
هغه اوس د مزارشريف ښار سوېل لور ته د فاريابي ښارګوټي په نوم دښته کې خېمه درولې او د ژوند شپې ورځې په کې تېروي.
نوموړي په داسې حال کې چې اولادونه يې ترې را چاپېر وو، پژواک ته يې وويل: ((له جګړو له را وتښتېدو، کور، مال او زندګي مو همداسې پرېښودل، يواځې خپل سرونه مو را و ايستل، دلته د خدای هيلې ته پراته يو.))
د هغه په خبره، د موسم په بدلېدو او د هوا په سړېدو سره يې ژوند سخت شوی او د شپې له خوا يې ماشومان د يخنۍ له لاسه خوب نه شي کولای.
هغه چې په يوه پښه او لاس يې ټپونه له ورايه ښکارېدل، زياته يې کړه: ((کورنۍ کې اته کسان يو، زه خپله بايد کار وکړم، خو له خدای نه جار شم، د هاوان ګولۍ راغله زما په کور ولګېده او زه پخ کې زخمي شوم، اوس له کار او روزګاره پاتې يم.))
نوموړی وايي، له حکومت او خيريه موسسو غواړي چې د سرپناه غم يې وخوري.
۴۰ کلنه نجيبه بله بېځايه شوې ښځه ده چې له خپلو وړو اولادونو سره د فارياب له خواجه سبزپوش ولسوالۍ مزارشريف ته راکډه شوې.
د نجيبې يو لس کلن زوی هم د فارياب په جګړو کې ټپي شوی او اوس يې دا د درملنې لپاره په کافي اندازه روپۍ نه لري.
هغې پژواک ته وويل چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې جګړې زياتې شوې او له هماغه وخت راهيسې دوی خانه بدوش دي.
دغه بېځايه شوې مېرمن وايي چې نيمه کورنۍ يې په فارياب کې ده او دا له خپلو دوو اولادونو او يو شمېر خپلوانو سره مزار ته راغلې.
نجيبې وويل: ((اول په خپله ولسوالۍ کې بې کوره شوو، کله به يو کلي ته تلو، کله به بل کلي ته، اخر مو ګوزاره بېخي سخته شوه، يوه ورځ جګړه کې ګير شوو، ګولۍ راغله او زما د لس کلن زوی پر اوږه ولګېده، لږ لږ درملنه مو ورته په فارياب کې وکړه؛ خو لا ډېرې تداوۍ ته ضرورت لري چې اوس يې ما سره وس نشته.))
هغه زياتوي چې له فاريابه ځکه مزار ته راغلل چې په خبره يې که له لوږې مري نو لږ تر لږه په خپله خېمه کې خو به ارام ناست وي.
دغې بېځايه شوې مېرمنې له حکومت او مرستندويه ټولنو د اړينو مرستو غوښتنه لري او زياتوي چې که کومک ورسره ونه شي؛ نو له لوی ناورين سره به مخ شي.
يادګار بل بېځايه شوی دی چې د فارياب د وروستيو جګړو له امله يې خپل کور پرېیښی دی.
هغه د المار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پژواک ته يې وويل چې هره ورځ به يې په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
نوموړی زياتوي چې له يوې خوا به طالبانو پر پوستو بريدونه وکړل او وروسته به امنيتي ځواکونو طالبانو پسې هاوانونه او ډيسي توپونه راخوشي کول چې هغه به د عامو خلکو پر کورونو لګېدل.
نوموړی وايي چې نږدې ۲۰ ورځې کېږي مزارشريف ښار ته راکډه شوی او تر اوسه هېچا ورسره مرسته نه ده کړې.
نوموړی وايي، که مرسته ورسره ونه شوه، نو مجبور دی چې خپلو اولادونو او کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کېدو په خاطر سوال کولو ته مخه کړي.
په ورته وخت کې د مزارشريف ښار جنوب لور ته د فاريابي ښارګوټي اوسېدونکي ملک شهاب الدين پژواک ته وويل چې په وروستيو اوونيو کې دې سيمې ته د فارياب له المار، قيصار، خواجه سبزپوش او شېرين تګاب ولسواليو شاوخوا ۲۲۰ کورنۍ راغلې دي.
نوموړی وايي چې د دغو کورنيو د ستونزو او سرپناه نه شتون په موخه يې د بلخ د کډوالو او بېځايه شوو رياست ته عريضې کړې خو تر اوسه يې د مرستو څرک نه ښکاري.
هغه زياتوي چې د دغو بېځايه شوو کورنيو د ستونزو اورېدو او حال پوښتنې ته تر اوسه هېڅوک نه دي ورغلي.
شهاب وايي چې د خوړو د نه شتون تر څنګ دغه بېځايه شوې کورنۍ د څښلو د اوبو له جدي کمښت سره هم مخ دي.
نوموړی وايي، که د ژمي له را رسېدو وړاندې د دغو بېځايه شوو کورنيو د سرپناه غم ونه خوړل شي؛ نو په خبره يې چې انساني ناورين به رامنځته شي.
د بلخ د کډوالو او بېځايه شوو رياست مسوولين هم مزارشريف ښار ته له فارياب ولايت څخه د لسګونه کورنيو د راتګ موضوع تاييدوي.
د دې ادارې مشر عبدالصبور قادري د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سروې ګروپونه يې ټاکلي او د بېځايه شوو له کره شمېرې معلومولو وروسته به لومړنۍ مرستې ورسره وکړي.
د هغه په خبره، په لومړي سر کې به له اړمنو کورنيو سره د خېمو، کمپلو او خوراکي توکو مرستې وکړي.
د بلخ د کډوالو چارو رييس که څه هم کره شمېره نه په ډاګه کوي خو وايي چې په شمالي ولايتونو کې د وروستيو جګړو له امله مزارشريف ښار ته سلګونه کورنۍ راکډه شوې دي.
د هغه په وينا، يادې ادارې تر خپلې وسې پورې د بېځايه شوو کسانو لاسنيوی کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









