منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کاپيسا او زابل کې ١١ طالبان او ٧ پوليس وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

کلات، محمود راقي (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧) : چارواکي وايي چې د کاپيسا او زابل ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو او نښتو کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال اميرجان الکوزي د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرخسنګ په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر  پوستو بریدونه کړي  وو.

هغه زياته کړه، په دې نښتو کې اووه پوليس، پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه پوليس او شپږ وسله وال ټپيان  شوي دي.

دى وايي، وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو يو ټانک هم له ځانه سره بيولى دى.

بلخوا د کاپيسا ولايت مسوولين وايي چې د عملياتو پر مهال ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت د  نجراب ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو قوماندان عبدالصبور ساپي پژواک ته وويل، چې په دې عملياتو کې د قاري شمس او قاري احمدي په ګډون شپږ  وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې پنځه کلي يې له وسله والو پاک کړي  دي.

د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې سيمه ييز پولیس، ملي پولیس، ملي اردو او د ولسي پاڅون کوونکي برخه لري.

وسله والو طالبانو بيا ويلي چې په نجراب کې يې د يوه قوماندان په ګډون درې دولتي سرتېري وژلي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه