لښکرګاه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د هلمند مسوولين وايي، په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د څلورو سرتېرو په ګډون اته تنه ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين د ګرشک ولسوالۍ بازار کې د ملي اردو د سرتېرو په موټر کې د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى، څلور د ملي اردو سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ګرشک اوسېدونکى ارشاد احمد وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه، موټر يې ډېر تخريب کړى او يو څو دوکانونو ته هم مالي زيان اوښتى دى.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي بيا وايي چې د دوى د ګرشک ولسوالۍ څانګې ته درې ملکي او اته د ملي اردو سرتېري چې ټپيان دي، ور وړل شوي، خو سرتېري وروسته د ښوراب پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن