نیلی(پژواک،۱۹ کب ۹۷): د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې دوه اوونۍ مخکې په شهرستان ولسوالۍ کې د څلورو کسانو له خوا تر اختطاف وروسته پرې جنسي تېری شوی د عدالت غوښتنې لپاره نیلې ته راغلې او د عدالت غوښتنه کوي.
د دایکنډي ولایت د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي یاده پېښه تاییدوي او وايي، د دې قضیې په اړه څېړنې پیل شوې او عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د شهرستان ولسوالۍ د «شینیه لرګر» کلي اوسېدونکې مرجان (مستعار نوم) چې د عدالت غوښتنې لپاره نیلي ته راغلې پژواک ته وویل، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د څلورو کسانو له خوا اختطاف او د یوتن کورته تر انتقال وروسته پرې د کور د اوسېدونکي له خوا جنسي تېرى شوی دی.
د هغې په خبره، یاد هلک له نکاح پرته پرې جنسي تېرى کړی او وروسته یې نوموړې د پلار کورته لېږلې ده.
د یادې نجلۍ پلار خداداد وویل، پر لور یې یوه هلک جنسي تېرى کړی خو د هلک د کورنۍ د ډار له امله نه دي توانېدلي چې ژر اقدام وکړي.
هغه له عدلي او قضايي او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو څخه و غوښتل چې د دې قضیې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د یادونې ده چې تېره ورځ د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې سیمه ییزو چارواکو ريزه ګل په نوم د یوې کم عمره ماشومې د پلور مخه نیولې او د دې قضیې په تور یې څلور کسان نیولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن