کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۸): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د نوي کال درارسیدلو په ویاړ په کابل کې د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د دوو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اووریزه لوبه ترسره شوه.
دغه لوبه نن د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړونده ابدالي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه مینه وال یې نندارې ته ورغلي وو.
له ملي لوبغاړو څخه د جوړ شویو لوبډلو څخه یې د یوې مشري ګلبدین نایب او د بلې حضرت الله ځاځي کوله.
د ځاځي لوبډلې په لسو اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه چې د ګلبدین نایب لوبډلې د لوبې په وروستي اوور کې هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن