Language

د نوي کال په مناسبت د کرکټ د ملي لوبغاړو ترمنځ لس اووریزه لوبه وشوه

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۸): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د نوي کال درارسیدلو په ویاړ په کابل کې د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د دوو لوبډلو ترمنځ د کرکټ  لس اووریزه لوبه ترسره شوه.

دغه لوبه نن  د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړونده  ابدالي کرکټ  لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه مینه وال یې نندارې ته ورغلي وو.

له ملي لوبغاړو څخه د جوړ شویو لوبډلو څخه یې د یوې مشري ګلبدین نایب او د بلې حضرت الله ځاځي کوله.

د ځاځي لوبډلې په لسو اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه چې د ګلبدین نایب  لوبډلې د لوبې په وروستي اوور کې هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.

login or register a new account.

Related Topics