ژبه

په څلورو دولتي ادارو کې د مالیه ورکوونکو تشخیصې نمبر څانګې جوړيږي

توسط احمد صهیب حسرت

اپریل 14, 2019 - 6:15 pm

Views: 62

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو تشخیصې نمبر د امریت څانګې جوړولو په اړه، د پوهنې، کورنیو چارو  او ملی دفاع  وزارتونو او د کابل ښاروالۍ تر منځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي نن کابل کې خبریالانو ته  وویل: "مالیې وزارت تل په دې هڅه کې دی چې پروسې ساده کړي او عامه خدمتونه په ښه ډول وړاندې کړي. په  همدې موخه د وزارتونو د کارکوونکو لپاره د مالیه ورکولو د تشخیصې نمبر اخیستلو په پروسې او د تشخیصې نمبر د وېش پروسې په چټکتیا کې د لا زیاتو اسانتیاوو لپاره مالیې وزارت په یادو ادارو کې د تشخیصې نمبر د امریت څانګې د جوړېدو هوډ لري."

د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو معینانو او د کابل ښاروالۍ مرستیال د مالیې وزارت د دې نوښت  ستاینه وکړه او د دې هوکړه لیکونو د اجرا ژمنه یې وکړه.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ريیسې  امنه احمدي وویل:" له دې لارې موږ کولی شو چې د دولتي او خصوصي کارکوونکو له دقیقې احصائیې، د معاشونو مالیې وضع کېدو او د هر کارمند په حساب کې یې د کریډیټ کولو او په شفاف او په خپل وخت سره د عوایدو راټولیدو څخه معلومات تر لاسه کړو."

د هغې په وینا چې تېر کال موږ ۹۰۰ زره دولتي کارکوونکي دلودل، چې دوی ټولو مالیه ورکوله، خو دغه وزارت له دقیقې احصائیې او  د مالیه ورکوونکي پېژندګلوي نه شو کولى په عواید کې ثبت کړی.

 احمدي زیاته کړه: "د تشخیصې نمبر او د مالیې ورکړه د کارکوونکو په کاري تجربه کې مرسته کوي او همداشان هر کله که یو کارکوونکی وغواړي د خپلې مالیې ورکړې په اړه معلومات تر لاسه کړي کولی شي د مالیاتو ادارې ته ورشي د تشخیصې نمبر په اساس په کم وخت کې د مالیې ورکړې د راپور له سیستم څخه یې چاپ او تر لاسه کړي."

همدارنګه نوموړې زياته کړه، چې دغه لړۍ به د پوهنې، کورنیو چارو  او ملي دفاع وزارتونو او کابل ښاروالۍ څخه پيل او په درېيو میاشتو کې به پاى ته ورسېږی.

د یادونې ده چې د دې هوکړه لیک له مخې کارکوونکو لپاره د ځانګړي دفتر ورکول، د کاري لوازمو ورکول، په مالیاتي سیستم کې د معلوماتو درجولو په موخه د کارکوونکو ګومارل، په سیګتاس سیستم کې د معاشونو راپور ورکول د یادو وزراتونو او د کابل ښاروالۍ مکلفیت دی او د سوپروایزر په توګه د کارکوونکو ګومارل، د مالیاتي سیستم په برخه کې د کارکوونکو روزنه او مالیاتي سیستم ته لاسرسی او له دې سیستم څخه ګټه اخیستنه د مالیې وزارت له دندو څخه دي.

login or register a new account.