هرات (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، تېره ورځ د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو د درېیو ماشومانو په ګډون لس کسان مړه کړي دي.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام د دغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې سېلابونو لس کسان مړه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، د اوبې ولسوالۍ د روغتیايي مرکزونو د راپورونو له مخې، د دې ولسوالۍ په «جینوا» کلي کې درې ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۷ کلونو ترمنځ وو او دغه راز د «ده ګل» کلي کې اووه لویان په اوبو کې ډوب شوي دي.
هغه زیاته کړه، دا د سېلابونو لومړنی راپور دی او ممکن په شمېرو کې بدلون راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن