کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني د سولې مشورتي لويې جرګې د پريکړه ليک پر عملي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل چې پاکستان ته د دغه هېواد د لومړي وزير بلنه يې منلې او د چنګاښ په شپږمه به سفر وکړي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ د کوچني اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته وکړې.
غني وويل چې د سولې مشورتي لویه جرګه چې تاریخي لویه جرګه وه، د افغانستان نظام ته یې یو لید لوری مشخص کړ چې عملي کول یې د دولت دنده ده او د یادې جرګې د پرېکړه لیک پر تطبیق کار پیل شوی دی.
جمهوررئیس د اسلامي همکاریو د مشرانو د ناستې په څنډه کې په مکه ښار کې د پاکستان لومړي وزیر سره کتنې ته په اشارې وویل، له عمران خان سره مې ښه ناسته لرله، تشریفاتي غونډو ته اړتیا نشته، باید عملي غونډې وي او اسلام اباد ته د سفر په موخه مې د عمران خان بلنه ومنله او د چنګاښ په ۶ به اسلام اباد ته سفر وکړم.
هغه زیاته کړه، تدبیر، تحمل او منسجم فکر ته اړتیا ده، تر څو د دواړو هیوادونو مناسباتو کې نوې تاریخي صفحه پرانیستل شي او په دقت باید مخته لاړ شو، تر څو د عملي کار یوه نقشه ترلاسه کړو.
جمهوررئیس وویل، د جرګې د ګډونوالو غوښتنه وه چې د هیواد له زندانونو څخه بندیان ازاد شي او ما چې کله د یو شمېر بندیانو د ازادېدو خبره وکړه، نو د جرګې د غړو غوښتنه دا وه چې زیات شمېر زندانیان بايد ازاد شي.
هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې ته په درناوي مې لوی څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې د ازادېدو لپاره د زیاتو زندانیانو دوسیې وګوري او دا چې د جزا قانون تعدیل شوی، جمهوررئیس د زندانیانو د عفوې په خاطر زیات صلاحیت لري ، د جرګې او نېکمرغه کوچني اختر په درناوي ۸۸۷ زندانیان د هیواد له بېلابېلو زندانونو څخه ازادېږي.
جمهوررئیس د ټاکنو په اړه وویل : ((امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې په ټاکنو کې بې طرفه اوسي او یوازې خپله دنده چې د ټاکنو د امنیت تامین دی، ترسره کړي.))
هغه زیاته کړه، د ملکي ادارو ټول کارکوونکي هم د ټاکنو په وخت کې بې طرفه وي او باید ټاکنې په شفافه او ازاد ډول ترسره شي.
جمهوررئیس د جمهوري ریاست نوماندانو ته په خطاب کې وویل: ((موږ باید د ټاکنو اخلاقي اصولو په اړه موافقې ته ورسېږو، شفافې ټاکنې زموږ غوښتنه ده او موږ دنده لرو چې د ملت لپاره د ټاکنو ترسره کېدو زمینه برابره کړو، تر څو خپله رایه په ازادانه ډول د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي.))
د يادونې وړ ده چې د اختر د لمانځه مراسمو کې پر جمهوررئیس سربېره د هیواد یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو، بېلابېلو اقشارو او کابل کې مېشت د اسلامي هیوادونو یو شمېر سفیرانو هم ګډون درلوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن