ژبه

جلال‌اباد ښاريان د ګڼې ګوڼي مخنيوي لپاره د ترافيکي اشارو فعالېدو غوښتنه کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د ګڼې ګوڼي د کمېدو لپاره د ترافيکي اشارو د فعالېدو غوښتنه کوي.

ښاريان وايي، په ژمي کې جلال‌اباد ښار کې د اوسېدونکو شمېر ډېرېږي او له بې خوا د رېکشاوو موجوديت هم د دې سبب شوی چې له دې وروسته د پسرلي تر راتګ پورې په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته وي.

د ښاريانو په وينا، د ترافيکي اشارو فعالېدل يوازينۍ لاره ده چې په ښار کې ګڼه ګوڼه کنټرول شي او د تګ راتګ پر مهال خلک له ستونزو خلاص شي.

د ترافيکو مديريت چارواکي وايي، د ښار مختلفو واټونو او څلورلارو کې ترافيکي اشارې موجودې دي خو د ځينو تخنيکي ستونزو له امله غیرفعالې دي او هڅه کېږي چې نږدې وختونو کې فعالې شي.

د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکي دوران منګل پژواک ته وویل، ښار کې ورځ تر بلې ګڼه ګوڼه زياتېږي او بايد د ستونزې د حل لپاره ترافيکي اشارې فعالې شي.

دی وايي: «په دغو اشارو باندې ډېر مصرف شوی دی، ډېره انرژي پرې مصرف شوې، خو دا ډېر وخت کېږي چې غیر فعال دي، اوس يې ضرورت هم دی، بايد فعالې شي.»

د خیرالله په نوم د جلال‌اباد ښار يو بل اوسېدونکی هم غوښتنه کوي چې بايد په ښار کې ترافيکي اشارې فعالې شي څو ګوڼه ګوڼه ورسره کمه شي.

جلال‌اباد ښار کې د يوه ټکسي موټر چلوونکي عزت‌الله پژواک ته وویل چې په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره زياته شوې، که ترافيکي اشارې فعالې شي نو ګڼه ګوڼه ورسره ډېره کمېدلی شي.

هغه وويل: «دغه ترافيکي اشارې غیر فعاله دي، ډېر کله د ترافيکي اشارو د نه موجوديت له امله ټکرې رامنځته کېږي، ساعتونه ساعتونه ګڼه ګوڼه جوړه وي او خلک له کارونو پاتې کېږي.»

بل لورته، د ننګرهار ترافيکو مدیريت چارواکي وايي، په ښار کې ترافيکي اشارې شته خو د ځينو تخنيکي ستونزو له امله غیرفعالې شوې دي.

د ترافيکو مديريت د تاسیساتو او تعلیماتو امر لومړي څارن عطاءالله عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، له تخنيکي ادارو سره يې د ترافيکي اشارو د فعالولو لپاره خبرې روانې کړې دي او ډېر ژر به ښار کې ترافيکي اشارې فعالې شي.

نوموړي زياته کړه: «موږ له شرکت او ریاست سره په تماس کې يو، زموږ پايې نصب دي، زموږ يو څو د برېښنا ميټرونه پاتې دي او موږ ته يې تسليمي پاتې ده، نو چې د تسليمي لپاره يې وعده کړې نو ډېر نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.»

دی له موټرچلوونکو غوښتنه کوي چې دومره زيار سره دغه اشارې فعالېږي نو بیا يې بايد ټول موټر چلوونکي مراعت کړي او د ګڼې ګوڼې په مخنيوي کې هم همکاري وکړي.

د يادونې ده، په جلال‌اباد ښار کې څو ځلې ترافيکي اشارې فعالې شوي خو له لږ دوام وروسته بېرته له فعاليت پاتې کېږي چې اوس هم د ښار ډېرو برخو کې پخوانۍ اشارې غیرفعالې دي.