کابل (پژواک، ۲٢ غبرګولی ۹۸): المان د افغان حکومت په غوښتنه د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي او په کابل کې شارژدافېر به یې د قطر په ګډون د سيمې ځينو هېوادونو ته سفرونه ولري.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان نن په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل (Markus Potzel) سره په ګډه غونډه کې چې "د سولې په پروسه کې د ښځو رول" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، وويل چې په افغانستان کې د سولې پروسې د ټينګښت په موخه چټکې هڅې پيل شوې دي.
هغه وايي چې د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو شپږم پړاو د تمې خلاف د پام وړ پرمختګ نه درلود.
خو دى زياتوي چې د اووم پړاو خبرو په ترسره کېدو سره به "دوست هېوادونه" د سولې بين الافغاني او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په برخه کې خپل رول ادا کړي.
هغه زياته کړه: "د دوست هېواد المان رول ته د قدر په سترګو ګورو، سيمې او افغانستان ته د پوتزل سفر هم په همدې چوکاټ کې دى."
دی وايي: "زموږ ټولو موخه دا ده چې د ولسمشر له هدايت سره سم د سولې په تړاو سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته شي، په دې برخه کې زموږ نږدې همکار اروپايي ټولنه هم ده، هغوی د افغانستان له دې ليدلوري ملاتړ کړی چې د سولې خبرې د افغانانو تر مشرتابه لاندې وشي او تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو حقونه وساتل شي."
ده وويل چې المان د افغانستان په غوښتنه په پام کې لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې داسې رول ولري چې د دې پروسې منځپانګه لا پياوړې کړي.
دى وايي، په پام کې ده چې په همدې موخه په کابل کې د المان سفارت شارژدافير د قطر په ګډون د سيمې ځينو هېوادونو ته سفر ولري.
دی وايي: "د سولې خبرو پر مهال د ښځو رول يو حياتي عنصر دی او د سولې تر راتګ وروسته هم، زموږ سره کرښه زموږ اساسي قانون دی او بايد د ښځو حقونه وساتل شي."
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي په دې ناسته کې وويل: "زموږ غوښتنه په افغانستان کې د سولې ټينګښت او د جګړې پای ته رسېدل دي، دا يو ښه فرصت دى چې بايد په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، موږ په داسې شرايطو کې چې مناسب وي، د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره ژمن يو."
دی زياتوي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د دوو لسيزو لاسته راوړنې وساتل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن