کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې يې ١٣ تنه د وسله والو طالبانو له زندانه خوشې کړي دي.
له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چک په سېبک، عربان او د بوم تنګي سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه د وسله والو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
خو سرچينې د دې خوشې شويو کسانو په اړه جزئيات نه دي ورکړي.
د دفاع وزارت زياتوي، د یادو عملیاتو په لړ کې د طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او ترڅنګ یې د هغوى یو سراچه موټر سوځول شوی، څلور کلاشینکوفونه، څلور راکټونه او یو ۸۲ ملي متري توپ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه کاږي، د یادو عملیاتو پرمهال د ملاجانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن